د لاسرسي ځای

تازه خبر

"دسولې خبرو کې د حکمتیار ډلې ګډون اغېزناک دی"


مولوي شهزاده شاهد
مولوي شهزاده شاهد

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ کې د حزب اسلامي سره د سولې خبرې به طالبان هم په دې پروسه کې شاملیدو ته وهڅوي.

ددې شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد پرون مشال راډیو ته وویل چې که څه هم حزب اسلامی او حکومت ترمنځ خبرې پر طلبانو کوم مستقیم اغیز نه لري خو دا یو هڅونکی اقدام دی.

« په ورو ورو به طالبان او نورې وسلوالې ډلې هم په دې پوه شي چې جنګ د حل لاره نه ده او دا مشکلات به د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د لارې حل کېږي، نو دا یو ښه پرمختګ دی. »

ګلبدین حکمتیار
ګلبدین حکمتیار

د افغان حکومت او د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ډلې ترمنځ د سولې خبرې تیره پنجشنبه په رسمي ډول په کابل کې پیل شوې.

بل پلو، طالبانو له افغان حکومت سره خبرې کول رد کړي دی. طالبانو د سولې د خبرو د پیلولو لپاره ځینې شرطونه وړاندې کړي دي چې د کارپوهانو په اند ښايي افغان حکومت به یې منلو ته غاړه کېنږدي.

له دې سره سم په افغانستان کې په دې وروستیو کې د وسلوالو طالبانو بریدونه هم زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG