د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی غالب خان وزیر وايي د تښتول شویو حکومتي مامورینو د خوشې کولو لپاره دوی مرسته کولی شي.
راپورونه وايي څو ورځې وړاندې، د جنوبي وزیرستان په توی خوله تحصیل کې اته حکومتي مامورین نا معلومه وسلوالو تښتولي دي.
د نوموړې سیمې خلک شکایت کوي چې له دې پېښې وروسته پوځ په سیمه کې ګرځبندېز اعلان کړی او د ډله ایز مسولیت له مخې یې ګڼ شمېر ځايي کسان نیولي دي. دغه قبایلیان وايي د ګرځبندېز له وجې په مشکلاتو کې راګېر دي.