د لاسرسي ځای

هند پاکستان ته ماتې ورکړه (انځورونه او غبرګونونه)


د پاکستان کپتان شاهد افريدي اته منډې جوړې کړي

د پاکستان کپتان شاهد افريدي اته منډې جوړې کړي

هند د کرکټ په شل اووريز نړيوال کپ کې پاکستان ته په شپږو ويکټو ماتې ورکړه. پاکستان په اتلسو اورونو کې هند ته د ګټې لپاره د ۱۱۹ منډو هدف ورکړی وو چې هندي لوبغاړو په شپاړسم اوور کې پوره کړ.

د پاکستان اوهند دا مېچ د باران له وجې لومړی په ځنډ پېل او بيا اتلس، اتلس اورونو ته رالنډ شو. هند ټاس وګاټه او لومړی یې بالينګ کول غوره کړ.

پاکستان د پنځوو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۱۸ منډې جوړې کړي. شعيب ملک تر ټولې ډېرې ۲۶، احمد شهزاد ۲۵ او عمر اکمل دوه ويشت منډې جوړې کړي.

هند لوبه قرار پېل کړه او دري ويکټې يې زر وغورځېدي خو ويرات کوهلي او يوراج سينګ ښه بيټينګ وکړ. ويرات پنځه پنځوس منډې جوړې کړي او اوټ نه شو. يوراج ۲۴ رنز جوړ کړل.

لوبې کتو لپاره د هند مشهور اداکاران او پخواني لوبغاړي هم راغلي وو.

کوهلې تر لوبې وروسته وويل چې هغه ځکه ښه لوبه وکړه چې په لومړي سر کې يې حوصله وکړه او کله چې يې پر پاکستاني بالرانو لاس بر شو نو بيا يې لوبه تېزه کړه.

پاکستان خپله بله لوبه د مارچ په درويشتمه د نيوزيلينډ او هندوستاند مارچ په ۲۵ تاريخ د بنګله ديش په وړاندې لوبيږي.

تر دې مخکې پاکستان په دې سياليوو کې بنګله دېش ته ماتې ورکړي او هند له نيوزيلنډ څخه بايللې وه.

افغانستان سبا (د مارچ په شلم تاريخ) د جنوبي افريقه سره لوبه کوي.

د هند او پاکستان د سيالۍ ځينې انځورونه دلته کتلی شئ.

د لوبې غوره لوبغاړی، ويرات کوهلي..

XS
SM
MD
LG