د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د داعش لس بهرني غړي نيول شوي


پخوانی تصوير - افغان امنيتي ځواکونو په دې وروستيوو کې د داعش وسله والې ډلې پر ضد عمليات تېز کړي دي.
پخوانی تصوير - افغان امنيتي ځواکونو په دې وروستيوو کې د داعش وسله والې ډلې پر ضد عمليات تېز کړي دي.

چارواکي وايي چې د ننګرهار ولايت په ښېوې ولسوالۍ کې لس تنه بهرني وګړي نيول شوي دي. چارواکي وايي دغو بهرنيو وګړو غوښتل چې په نيږدې ورځو کې د داعش وسله والې ډلې سره يو ځای شي خو د ملي امنيت افسرانو د جاسوسي معلوماتو په بنياد ونيول.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي د شنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې څو ورځې وړاندې د استخباراتي ادارې يا ملي امنيت افسرانو د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې په هغه کور کې لس تنه بهرني وګړي نيولي چې خاوند يې په اچين ولسوالۍ کې د داعش وسله والې ډلې لوړ پوړی چارواکی دی.

خوګياڼي وايي چې له پلټنو وروسته به د دغه نیول شويو بهرنيو وګړو هويت يا پيژندګلوي په ډاګه شي خو په سيمه کې ځايي سرچينو مشال راډيو ته ويلي چې په نيول شويو کسانو کې اوه تنه د تاجکستان او درې نور يې روسان دي.

د ننګرهار د والي وياند، عطاالله خوږياڼي همداراز زياتوي چې په تېرو دولسو مياشتو کې يې خوا او شا دوه زره وسله وال وژلي دي. چارواکي وايي چې په دې وروستيوو کې يې د داعش وسله والې ډلې خلاف عملياتو ته ډېر زور ورکړی دی.

هغه زياته کړه چې په وژل شوو کې ډير د داعش وسله وال دي. د هغه په خبره دا ډله يې په ننګرهار ولايت کې اوس ډېره ځپلې ده: "د روان کال په لومړيو کې داسې ويل کېدل چې داعش ډله به ننګرهار ونيسي او د خپل مرکز په توګه به يې وکاروي تاسې پوهېږئ چې د ترسره شويو عملياتو په نتيجه کې داعش ډله ډېره ځپل شوي. د دوى اوازې او تبليغات رښتيا نه شول بلکې دوى ووژل شول او محدود شول."

ويډيو: چيرته چې غالب وي، هغلته غالب وي

"چېرته چې طالب وي، هلته غالب وي"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:09 0:00

په وروستيو مياشتو کې داعش ډلې تر ډېره پر ډيورنډ کرښه د ننګرهار په اچين ولسوالۍکې فعاليتونه پيل کړل او د خپلو فعاليتونو ځيني ويډيوګانې يې هم خپرې کړي.

د دوی د حملو له وجې د دې ولسوالۍ په سلګونو کورنۍ نورو ځايونو ته په کډه کولو مجبوره شوې او له حکومته يې وغوښتل چې د داعش خلاف دي سخته کاروايي وکړي.

د اچين ولسوال حاجي غالب مجاهد ازادي راډيو ته ويلي چې داعش وسله وال تر دې حده ځپل شوي دي چې شمېر يې له خوا او شا پنځلس سوو څخه سلو ته راکم شوی دی.

افغان چارواکي د داعش وسله والې ډلې خلاف په ننګرهار ولايت کې د پرمختګ خبره په داسې حال کې کوي چې هلته پاکستان سره پر ډيورنډ کرښه کونړ کې چارواکي وايي چې ياده ډله د نورو کسانو د ملګري کولو په لټه کې ده.

خو د کونړ د امنيه قوماندان مرستيال سمونوال سيد مقصود پاچا ازادۍ راډيو ته ويلي چې افغان امنيتي ځواکونه د ټولو وسله والو ډلو خلاف د جګړې او بريا توان لري. هغه زياته کړه که داعش ډله په دې ولايت کې فعاليت پيل کړي، دوى به غاښ ماتوونکى ځواب ورکړي.

XS
SM
MD
LG