د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د ايران سفير د سعودي په مشرۍ ايتلاف نيوکې کړي


د سعودي باچا د پاکستاني پوځ مشر او وزیراعظم سره
د سعودي باچا د پاکستاني پوځ مشر او وزیراعظم سره

په اسلام اباد کې د ایران سفیر مهدي هنردوست د سعودي عرب په مشرۍ پوځي اتحاد چې پاکستان يې هم غړی دی، احمقانه بللی دی. نوموړي دا خبرې په داسې حال کې کړي چې تمه ده ايرانی ولسمشر حسن روحاني به راتلونکې اونۍ اسلام اباد ته ورشي.

مهدي هنردوست پرون اسلام اباد کې خبريالانو سره خبرو کې په يمن کې د جګړې لپاره د سعودي عرب په مشرۍ جوړ اتحاد نيوکې وکړي او پوښتنه يې وکړه چې که سعودي د ترهګرۍ د ختمولو لپاره سنجېده وي نو ولې یي شام، عراق او ایران په اتحاد کې شامل نه کړل؟

ياده دي وي چې سعودي عرب له څه مودې راهيسې په يمن کې د هغو حوثي شيعه ياغيانو خلاف پوځي کاروايانې کوي چې د ايران ملاتړ ورسره دی او سعودي پلوه حکومت يې چپه کړ.

د ايران ولسمشر حسن روحاني راتلونکې اونۍ پاکستان ته ځي
د ايران ولسمشر حسن روحاني راتلونکې اونۍ پاکستان ته ځي

د پاکستاني پوځي مشر جنرل راحېل شريف او وزيراعظم نوازشريف څو ورځې مخکې سعودي ته د هغه لويو پوځي مشقونو کتلو لپاره ورغلي وو چې پاکستان يې هم برخه دی.

هنردوست همدارز د پاکستان سره د انرژۍ په برخه کې د همکاريوو خبره کړي او ويلي يې دي چې تهران به درې زره ميګاواټه بجلي ورکوي.

د پاکستان او ایران اړيکو په اړه د بهرنیو چارو کار پوه پروفېسر ډاکټر سرفراز خان وايي: ((پر ايران چې ايټمي پروګرام له وجې کوم بنديزونه وو، هغه ليري شول. اوس تهران غواړي له دغه نوو ازاديوو ګټه واخلي او سيمه ييزو هيوادونو سره تجارتي اړيکې پراخه کړي.))

ايران او پاکستان د ګيس پايپ لاين يوه معاهده سره لري چې لا هم پرې پوره کار نه دی شوی.

ياده دي وي چې سعودي عرب د يمن په شخړه کې د پاکستان پوځي مرسته غوښتې وه خو اسلام اباد ورسره نه وو رضا شوی.

ډاکټر سرفراز د ايراني سفير بيان په سيمه کې د تهران او رياض د سياسي اغېز پراخول بولي او وايي چې د دواړو په شخړه کې بايد اسلام اباد توازن وساتي. ((پاکستان بايد په ډېر احتياط قدم پورته کړي.))

XS
SM
MD
LG