د لاسرسي ځای

تازه خبر

“له جرمني افغان کډوال په زوره ویستل نه غواړو”


افغان حکومت وايي له جرمني څخه د افغان پناه غوښتونکوپه زوره ويستل ورته د منلو وړ نه دى.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د جمعې په ورځ مشال راډيو ته وويل، په دې اړه د جرمني له حکومت سره پر يوې موافقې خبرې کېږي:

” د اوس لپاره په زوره ویستل نه منو. په نژدې راتلونکي کېافغانستان له جرمني سره د یوې موافقې مسوده تياروي. تر دې مخکې دغسې يوه مسوده د جرمني له خوا راسپارل شوې وه، پر هغې مو کار کړى. د تړون له چوکاټ پرته د اوس لپاره افغانستان د هغو کسانو منلو ته تيارى نلري چې له جرمني ويستل کېږي.“

تېر کال نژدې يو لک او ٨٠ زره افغانانو په اروپا کې د پناه درخواست ورکړى. د اروپايي ټولنې شمېرې ښئ چې په جرمني کې شا و خوا زرو افغانانو ويلي چې غواړي په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG