د لاسرسي ځای

په قبايلي سيمه کرمه کې د باران له امله د بام راپرېوتو په پېښه کې شپږ کسان وژل شوي دي.

پېښه بېګاه شپه شاوخوا يوولس بجې د ګوندال په سيمه کې شوې ده.

پولټيکل چارواکو مشال راډیو ته ويلي، په پېښه کې د يوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.

څو ورځې وړاندې د شمالي وزيرستان په دته خيل تحصيل کې هم د بارانونو له وجې د کور دوو کوټو ړنګېدو په پېښه کې د يوې کورنۍ اوه کسان مړه شوي وو.

XS
SM
MD
LG