د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزيرستان: تښتول شوي سرکاري کارکوونکي به ژر خوشې شي


د جنوبي وزيرستان پولټيکل ايجنټ هيله ښودلې چې د فاټا پرمختيايي ادارې ایف ډي ای تښتول شوي کارکوونکې به ډېر ژر خوشې کړل شي.

دغه کارکوونکې نهه ورځې وړاندې د توی خولې له سيمې تښتول شوي وو.

د جمعې په ورځ د جنوبي وزيرستان پولټيکل ايجنټ ظفرالاسلام خټک مشال راډیو ته وويل چې دوی د ځايي خلکو په مرسته تښتونکي معلوم کړي دي.

نوموړي زياته کړه چې د اجتماعي ذمه وراۍ د قانون له مخې يې د اخيستل شوو اقداماتو په نتيجه کې تښتونکي مالوم کړي خو د وسله والو طالبانو د ساوت ټايګر ګروپ چې ځان له جندالله ډلې سره تړل بولي، مشال راډيو ته ويلي چې دغه حکومتي کارکوونکي دوی تښتولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG