د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: دولسو مياشتو کې ۲۰۰۰ وسله وال وژل شوي


چارواکي وايي افغان ځواکونو داعش وسله والو ته غاښ ماتونکی ځواب ویلی
چارواکي وايي افغان ځواکونو داعش وسله والو ته غاښ ماتونکی ځواب ویلی

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي په تېرو دولسو مياشتو کې يې خوا او شا دوه زره وسله وال وژلي دي. چارواکي وايي چې په دې وروستيوو کې يې د داعش وسله والې ډلې خلاف عملياتو ته ډېر زور ورکړی دی.

د ننګرهار د والي وياند، عطاالله خوږياڼي نن مشال ريډيو ته وويل چې تېر يو کال کې يې دري سوه عملياتو کې وسله والو ته د دغه مرګونو وراړولو تر څنګ ګڼې سيمې له وسله والو پاکې کړي دي.

خوګياڼي وويل چې په وژل شوو کې ډير د داعش وسله وال دي. د هغه په خبره دا ډله يې په ننګرهار ولايت کې اوس ډېره ځپلې ده:

"د روان کال په لومړيو کې داسې ويل کېدل چې داعش ډله به ننګرهار ونيسي او د خپل مرکز په توګه به يې وکاروي تاسې پوهېږئ چې د ترسره شويو عملياتو په نتيجه کې داعش ډله ډېره ځپل شوي. د دوى اوازې او تبليغات رښتيا نه شول بلکې دوى ووژل شول او محدود شول."

په وروستيو مياشتو کې داعش ډلې تر ډېره پر ډيورنډ کرښه د ننګرهار په اچين ولسوالۍکې فعاليتونه پيل کړل او د خپلو فعاليتونو ځيني ويډيوګانې يې هم خپرې کړي.

د دوی د حملو له وجې د دې ولسوالۍ په سلګونو کورنۍ نورو ځايونو ته په کډه کولو مجبوره شوې او له حکومته يې وغوښتل چې د داعش خلاف دي سخته کاروايي وکړي.

د اچين ولسوال حاجي غالب مجاهد ازادي راډيو ته ويلي چې داعش وسله وال تر دې حده ځپل شوي دي چې شمېر يې له خوا او شا پنځلس سوو څخه سلو ته راکم شوی دی.

افغان چارواکي د داعش وسله والې ډلې خلاف په ننګرهار ولايت کې د پرمختګ خبره په داسې حال کې کوي چې هلته پاکستان سره پر ډيورنډ کرښه کونړ کې چارواکي وايي چې ياده ډله د نورو کسانو د ملګري کولو په لټه کې ده.

خو د کونړ د امنيه قوماندان مرستيال سمونوال سيد مقصود پاچا ازادۍ راډيو ته ويلي چې افغان امنيتي ځواکونه د ټولو وسله والو ډلو خلاف د جګړې او بريا توان لري. هغه زياته کړه که داعش ډله په دې ولايت کې فعاليت پيل کړي، دوى به غاښ ماتوونکى ځواب ورکړي.

XS
SM
MD
LG