د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ځینو هېوادونو دوه نیم لکه پاکستانیان ویستل شوي


د پاکستان حکومت وايي، له ۲۰۱۴م کال راهيسې شاوخوا دوه نيم لکه پاکستانيان له بهرنيو هېوادنو بېرته ورلېږل شوي دي.

دا خبره د بهرنیو چارو وزير په يوه ليک کې کړې چې د پنجشنبې په ورځ په قامي اسمبلۍ کې د تحريک انصاف د غړې ساجده بيګم د يوې پوښتنې په ځواب کې وړاندې شو.

په ليک کې ويل شوي چې تر ټولو زيات پاکستانيان له سعودي عربه چې شمېر يې يو لکه څلوېښت زره شاخوا ته رسیږي له متحده عرب اماراته اېستل شوي دي.

دا شان د بهرنیو چارو وزير ويلي، بريتانيې تر ۷۷۰۰ زيات پاکستانيان بېرته ورلېږلي دي.

په ليک کې ويل شوي چې د روس، بحرين، ترکي، جنوبي افريقه، جرمني او تایلینډ په ګډون له ۱۲۵هېوادونو پاکستاني وګړي ویستل شوي دي.

حکومت وايي غيرقانوني اسناد، پاسپورټونه، تر ټاکل شوي مودې زياته پاته کېدنه او داسې نورې ستونزي د پاکستانيانو د ویستلو وجې دي.

XS
SM
MD
LG