د لاسرسي ځای

تازه خبر

قومي اسمبلۍ کې د لږکیو مذهبي رخصتیو لپاره د قرارداد هرکلی


په قومي اسمبلۍ کې دا قرارداد د واکمن ګوند مسلم لیګ نون غړي او د هندو کونسل مشر رمېش کمار واکواني وړاندې کړی وو.

پاکستاني لږکیو د د دې ملک حکومت لخوا په قومي اسمبلې کې د لږکیو (اقلیتونو) د مذهبي رسوماتو ورځې لمانځلو لپاره د رخصتۍ یو پرېکړه لیک په ګډه منظورولو هرکلی کړی. دوی وايي، اوسنی حکومت يې په ژوند ژواک کې لوالتیا ښودلې.

په پاکستان کې مېشت اقلیتونه د هولي، دیوالي، ایسټر او بیساکي لپاره د سرکاري رخصت غوښتنه کوله.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د خېبر پښتونخوا هندو لږکیانو یو مشر هارون سربدیال وویل چې یوه پخوانۍ غوښتنه يې پوره شوه.

ده وویل چې موجوده حکومت د دوی لپاره ښه ثابت شو ځکه چې د اقلیتونو لپاره هلې ځلې په نظر راځي.

'په پارلیمان کې د اقلیتونو استازي او مدني ټولنې د دې کوشش لپاره موږ ډیره زیاته مننه کوو، د هغوی د دباو او سنجیدګۍ له وجې نن دا کار وشو او د اقلیتونو ترمینځه چې د بداعتمادۍ کومه فضا وه هغه اوس له مینځه ځي'

په خېبر پښتونخوا کې د سیکانو خېر ښیګړې لپاره کارکونکی باباجي ګرپال سنګ وايي موږ د پاکستان ولس او پاکستان زموږ شناخت دی. پاکستان کې د مسلمانانو په اخترونو چې څنګه چټیانې ورکول کېږي نو موږ هم غواړو چې هغسې موږ ته هم ملاو شي چې د خپلو خوشالیو لمانځلو لپاره چټي وکړو. دا قرارداد زموږ لپاره د خوشالۍ خبره ده او د اعلی چارواکو مننه کوو،،

وکیل شکیل چندر وايې دا د حکومت یو ښه اقدام دی خو پکار ده چې په دې عمل وکړل شي ځکه چې پخوا هم داسې قراردادونه مخې ته راغلي ول.

'په ملک کې صرف د کرسمس لپاره رخصت اعلانیږي او د نورو اقلیتونو د تهوارونو لپاره به رخصت نه وه نو په پاکستان کې له عیسویانو پرته نور هم اقلیتونه کې شته پکار ده چې د نورو لږکیو د مذهبي تهوارونو په ورځ رخصتي اعلان شي.'

یاده دې وي چې په پاکستان کې وسېدونکې اقلیتونو او مدني ټولنو وخت په وخت له حکومته دا غوښتنه کوله چې د هر اقلیت د مذهبي ورځې لپاره دېبېله بېله چټي وټاکل شي.

XS
SM
MD
LG