د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بغلان کې له بې ځایه شویو کورنیو سره مرستې وشوې


په بغلان کې له بې ځایه شوېو کورنیو سره د ملګروملتونو د خوړو نړېوال سازمان له خوا له ۶۲۰ کورنیو سره مرسته وشوه.

د بغلان له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس محمد نصیرکهزاد مشال راډيوته وویل چې دا کسان ترډېره د ډنډې غوري او ډنډ شهاب الدین د سیمو اوسیدونکي دي چې ورسره د اوړو، غوړېو، مالګې، خرما او بسکویټ مرسته شوې ده.

اخوا کومو کورنیو چې دا مرستې یې ترلاسه کولې د ور رسیدلو زیانونو په پرتله یې ډېرې کمې وبللې خو بیا یې هم ویل چې ژوند به پرې وچلوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG