د لاسرسي ځای

پېښور بس کې د چاودنې مړي ۱۶ تنه شول


د شورو/چارشنبې سهار له درګۍ و پېښور ته تلونکي بس په پېښه کې وژل شوي کسان د مردان، تختبۍ، شېر ګړ، چارسدې او ملاکنډ درګۍ په بېلا بېلو کلیو کې خاورو ته وسپارل شول.

په پېښور صدر کې د شورو ورځ (چارشنبه) د سورلو بس کې د بمي چاودني مړیو شمېر ۱۶ تنو ته ورسېدلی چې یو پکې د اېم فیل یو زده کوونکی هم شامل دی. نوموړي د چارشنبې ماځیګر په لېډي ریډینګ روغتون کې ساه ورکړه.

د لېډي ریډینګ روغتون ویاند سید جمیل شاه نن د زیارت/پنجشنبې ورځ مشال راډیو ته وویل چې له لیډي ریډینګ روغتونه څلور ژوبل کسان یې سي اېم اېچ پوځي روغتون ته لېږدولي. دی وايي، ۲۸ لږ ټپیان یې له کتو وروسته فارغه کړي دي. دا مهال هلته د ۱۱ سخت ژوبلو ټپیانو درملنه روانه ده، چې پکې دوه یې سخت ژوبل دي.

د شورو/چارشنبې سهار له درګۍ و پېښور ته تلونکي بس په پېښه کې وژل شوي کسان د مردان، تختبۍ، شېر ګړ، چارسدې او ملاکنډ درګۍ په بېلا بېلو کلیو کې خاورو ته وسپارل شول. د خېبر پښتونخوا تره ګرۍ ضد محکمې د دغه پېښې د لومړیو پلټنو راپور هم درج کړی دی او د پيښی پلټني یې پیل کړې دي.

XS
SM
MD
LG