د لاسرسي ځای

تازه خبر

اورکزو کډوال وايي،که ستانه نه کړل شي احتجاج کوي


د اورکزو قامي جرګې دړکه ورکړې که حکومت د راتلونکې میاشتې تر لومړۍ نېټې د دغه ایجنسۍ د کډوالو واپسي ونکړه نو دوی به په اسلام آباد کې د پارلیمان مخې ته احتجاجي ناسته کوي.

د یادې جرګې یو غړي ملک حبیب نور د چارشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې د اورکزو خلک له تېرو اتو کلونو راهیسې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د بې کورۍ ژوند کوي خو حکومت د یې هېڅ مرسته نه کوي.

هلته په پارلیمان کې د قبایلي استازو مشر حاجي شاجي ګل د چارشنبې ورځ په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې دا مسله به د قامي اسمبلۍ په روانه غونډه کې راپورته کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG