د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ۷ تنه داعش وسله وال وژل شوي


افغان چارواکي وايي، د پنجشنبې پر سهار درې بجې د اچین ولسوالۍ اړوند ده سرک سیمه کې د ولسي پاڅون کوونکو په امنیتي پوسته داعش وسله والو برید وکړ چې د پاڅون کوونکو په ځوابي برید کې اوه تنه داعش وسله وال او پینځه تنه پاڅون کوونکي وژل شوي دي.

د اچین ولسوال حاجي غالب مجاهدمشال راډیو سره په خبرو کې ویلي چې په دغه پېښه کې پینځه تنه پاڅون کوونکي ټپیان شوي هم دي.


داعش وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG