د لاسرسي ځای

تازه خبر

کمال سادات: افغاني ځوانانو ته به د زده کړو ښه شرایط برابر کړو


د چارشنبې پر ورځ په خوست کې د (افغان امریکن کارنر) په نوم د انګلیسي ژبې او کمپیوټر د زده کړو د یو نوي مرکز پرانیسته وشوه.

د چارشنبې پر ورځ په خوست کې د (افغان امریکن کارنر) په نوم د انګلیسي ژبې او کمپیوټر د زده کړو د یو نوي مرکز پرانیسته وشوه.

یاد مرکز چې په پرمختللې ټکنالوژی سمبال شوی، زده کوونکو ته په کې په اویا سلنه تخفیف زده کړې ورکول کیږي.

د افغان امریکن کارنر د مرکز مسوولین وايي، چې دوی هغو ځوانانو ته په شمولیت کې لومړیتوب ورکوي، چې په اقتصادي لحاظ کمزوري وي.

د انګلیسي ژبې او کمپیوټر د زده کړو یاد مرکز څلور میاشتني پروګرامونه لري، چې په هره دوره کې به ۱۵۰ تنو ځوانانو ته زده کړې ورکول کیږي، خو هم مهاله دوه یا درې دورې زده کوونکو ته هم د زده کړو پروګرام نیول کیدای شي.

​مشال راډیو ته د یاد مرکز مشر نذیر جان نوري د دې پروګرام په اړه داسې څرګندونې وکړې:د افغان امریکن کارنر د مرکز مسوولین وايي چې دوی زده کوونکو لپاره اویا سلنه کمښت یا تخفیف په پام کې نیولی او اوسني پروګرامونه يې همدا دي، خو په نږدې راتلونکې کې به د رهبریت او مدیریت په برخه کې هم روزنیز پروګرامونه پیلوي، په ورته توګه د ښوونځیو د هغو ښوونکو د ظرفیت لوړنې لپاره هم پروګرامونه لري، چې دوی عملاً په ښوونځیو کې د انګلیسي او کمپوټر پر تدریس بوخت دي.

((افغان امریکن کارنر یوه داسې خصوصي اداره ده چې په اول قدم کې یوازې د کمپیوټر او انګلیسي ژبې پروګرامونه لري، خو وروسته په کې د ادارې او منجمېنټ پرګراموه هم پیلوو، د دې تر څنګ د پوهنې ریاست سره په تفاهم کې هغه شمیېر ښوونکو ته چې په مرکز او ولسوالیو کې د کمپیوټر او انګلیسي ژبې تدریس کوي، د هغو لپاره هم د روزنې پروګرامونه جوړوو.))

د انګلیسي او کمپوټر د زده کړو د دې مرکز په پرانیسته کې د ځوانانو د چارو معین ډاکټر کمال سادات هم برخه اخیستې وه، نوموړي چې یاد مرکز سره په تخفیف د ځوانانو د جذبولو په اړه تفاهم لیکونه هم لاسلیک کړل وويل، هڅه کوي چې په ټول افغانستان کې غریبو او بې وسه ځوانانو ته د زده کړو زمینې برابرې کړي:

((په دې مرکز کې به د زده کوونکو لپاره اویا سلنه تخفیف وي، ځني هغه ځوانان چې اقتصاد يې ډېر کمزوری دی، هغه به په وړیا توګه مني، موږ پدې خوشاله شو، چې یو شمېر ځوانانو ته به د لانورې زده کړې زمینې برابرې شي، زموږ وعده پر ځای ده چې غریبو ځوانانو د روزنې لپاره به ډېر څه کوو او دوی ته به د زده کړو ښه شرایط برابروو.))

مدني فعال او پخوانی سناتور عارف الله پښتون وايي، چې کمپوټر او انګلیسي ژبې زده کړو خوستیو ځوانانو سره مرسته کوي، چې د تحصیل لپاره بهرنیو هېوادونو ته لاره پیدا کړي:

((کله چې د بهر لپاره سکالر شيپونه راځي، هغې لپاره نورم او سټنډرد دغه ده، چې ټافل یا هایلټ ده، زه فکر کوم کچیرې دا ډول مرکزونه ایجاد شي او په کې کمپیوټر او انګلیسي زده شي، دا به د خوستیو ځوانانو سره په بهرنیو بورسونو کې هم زیاته مرسته وکړي.))

د یاد مرکز یو تن زده کوونکی د دې نوي ایجاد شوی مرکز یوه ځانګړنه دابولي، چې د انګلیسي او کمپیوټر د زده کړو لپاره نوي میتودونه او پرمختللې ټکنالوژي په پام کې نیول شوې ده.

د یادونې وړ ده سره لدې چې پخوا هم په خوست کې یو شمېر مدني بنسټونو د کمپوټر او انګلیسي ژبې په برخه کې غریبو ځوانانو ته د وړیاوو زده کړو شرایط برابر کړي، خو یاد پروګرامونه لنډ مهالي ول او د کارونو اساسي برخه يې دا نه وه.

دا به د ځوانانو د روزنې یو دایمي مرکز وي او اساسي موخه يې هم د ځونانو روزنه او په یادو برخو کې د مامورینو، د موسسو د کارونکو او مدني فعالانو ظرفیت لوړونه ده.

XS
SM
MD
LG