د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې کریژې دي او ویر دی


پېښور: د بس دننه چاودنه کې ۱۵ کسان وژل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:49 0:00

پېښور: د بس دننه چاودنه کې ۱۵ کسان وژل شوي

په لېډي ریډینګ روغتون کې د یو سپینږیري پلار ژړا ډېره دردوونکې وه، چي خپل بل زوی ته په موبایل ټېلیفون د خپل وژل شوي زوی د مړینې خبر ورکوي.

په پېښور کې د سیکریټرېټ کارکوونکیو په بس کې له چاودني وروستو د وژل شویو کسانو کورنۍ سخت غم او ویر په حال کې دي. د پېښور په لېډي ریډینګ روغتون کې سیاسي مشرانو پر صوبايي او مرکزي حکومت نیوکې کړي چې د ولس خوندیتوب لو ژغورنې لپاره یې کوټلي او سم ګامونه نه دي پورته کړي خو صوبايي وزیران وايي د دوی په سيمه کې یو جنګ روان دی خو له دوی سره وفاقي حکومت په دې لړ کې پوره مرسته نه کوي. د مشال راډيو له خبریال غلام غوث سره په خبرو کې د خېبر پښتونخوا حکومتي وزیرانو ویلي له مرکزي حکومته یې غوښتنه کړې چې اېف سي ځواکونه دې د دوی صوبايي حکومت ته وسپارل شي. دوی زیاتوي مرکزي حکومت دې یواځې د پنجاب محفوظولو پالیسي پرېږدي.

په لېډي ریډینګ روغتون کې د یو سپینږیري پلار ژړا ډېره دردوونکې وه، چي خپل بل زوی ته په موبایل ټېلیفون د خپل وژل شوي زوی د مړینې خبر ورکوي. د دغه سپینږیري غوندې لږ ترلږه پنځلس کورنۍ له دغه ډول ویر سره مخامخې دي.

په روغتون کې ځینو سیاسي مشرانو په صوبايي او مرکزي حکومت نیوکې کولې چې د ولس حفاظت لپاره یې سم ګامونه نه دي پورته کړي.په لېډي ريډینګ روغتون کې د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سیکرېټري میا افتخار حسېن مشال راډیو ته ووېل:((دوي وايی چې په وزیرستان کې د پوځي عملیاتو وروستۍ مرحله ده. نو د دې لپاره خو دلته هم انتظامات پکار دي او دلته په بندوبستي سیمو کې هم د لټون سم عملیات پکار دي نو دلته چې دې لټوني عملیات نه وي کړي او ولس دې وسلوالو ته په ډاګه پریښودلی وي نو دا به څه کېږي، چې څه رنګ تره ګر منظم دي نو هم داسې د دوی په ضد منظم عملیات پکار دي. اول به ولس او علاقې محفوظ کوې نو بیا به د تره ګرو په ضد ګوزار کوې،او دا هم ډېره عجیبه خبره ده چې په جنګ کې یواځې پښتانه مري او د هر یو شي بدل له پښتون قامه اخیستل کېږي؟))

خو د صوبې مشر وزیر عنایت الله ددغه نیوکو په ځواب کې مشال راډیو ته ووېل چې د تره ګرۍ ستونزه د دوی د صوبايي حکومت په چوکاټ کې دننه یوه ستونزه نه ده او دا یو سیمه ایزه او نړیواله ستونزه ده او دې لپاره مرکزي او صوبايي حکومتونو له پوځ سره په ګډه یوه قامي تګلاره جوړه کړې ده:

((دا د چا کامیابي یا ناکامي نه ده بلکې تره ګري یو قومي، سیمه ایزه او نړیواله ستونزه ده، دا څه په مقامي جرمونو کې د ککړو کسانو پر ضد جنګ نه دی بلکې دا د پوره هېواد او ریاست په ضد یو جنګ پیل شوی دی او د دې لپاره قامي تګلاره جوړه شوې ده او د تره ګرۍ ضد قامي تګلاره د مرکزي او صوبايي حکومتونو شریکه ذمه واري ده.))

خو بلخوا ته د صوبايي حکومت ویاند مشتاق غني د چارشنبې د ورځي د چاودني روستو له وفاقي حکومته غوښتنه وکړه چي مرکزي حکومت دې یواځې د پنجاب ساتلو پالیسي پرېږدي او د پښتونخوا ولس ساتنې لپاره دې له دوی سره مرسته وکړي:

((پښتونخوا په لومړۍ لیکه کې د تره ګرې ښکار ده او له افغانستان سره هم سیمه ده، د قبایلي سیمې پولو ساتنه د مرکزي حکومت ذمه واري ده، هره ورځ د دې صوبې ولس مړي اوچتوي او چاودنې کېږي. خو مرکزي حکومت له دې صوبې سره هېڅ مرسته نه کوي، زه بیا دا غوښتنه کوم چې موږ ته دې خپل اېف سي ځواکونه واپس کړي، که چېرته د قبایلي سیمو او پښتونخوا ترمینځ اېف سي ځواکونه په ځای کړل شي، نو موږبه تر ډېره حده په دې پېښو قابو ومومو. د شهباز شریف د پنجاب په صوبايي حکومت او زموږ په صوبايي حکومت کی فرق دا دی چې هغوی یواځې د پنجاب صوبې حفاظت کول غواړي او موږ د ټول هېواد حفاظت کول غواړو))

د یادوني وړ ده چې په پېښور صدر کې د چارشنبې ورځی په چاودنه کې لږ ترلږه ۱۵ کسان وژل شوي او ۴۴ نور ژوبل دي او د پېښی ذمه واري لشکر اسلام وسلوالی ډلې او د وزیرستان مجلس عسکري قبوله کړې ده.

XS
SM
MD
LG