د لاسرسي ځای

تازه خبر

'لا هم طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته تیار نه دي'


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی نیکولاس هېسوم
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی نیکولاس هېسوم

دا څرګندونې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی نیکولاس هېسوم د افغانستان وضعیت په باب د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته کولې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی وایي، په دغه هېواد کې د سولې بهیر پرته د ثبات او پرمختګ هڅې له ستونزو سره مخامخې دي.

نیکولاس هېسوم چې د سېشنبې په ورځ یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان وضعیت په اړه وینا کوله وویل، تېره اوونۍ یې یو ځل بیا د طالبانو له سیاسي دفتر سره لیدلي او ټینګار یې کړی دی چې د سولې په خبرو کې برخه واخلي.

دی وایي، لا هم طالبانو له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتو نه دي.

نوموړي هغو پنځو ستونزو ته اشاره وکړه چې افغان حکومت په ۲۰۱۶ میلادي کال کې ورسره مخامخ دی.

په دې ستونزو کې اقتصادي ځوړوالی (رکود)، په حکومت کې دننه سیاسي اختلافات، د دولت مخالفینو زیاتېدونکي بریدونه، د بهرنیو مرستو راکاږل (جلبول) او په هېواد کې د سولې او امنیت ټینګښت دی.

هېسوم زیاته کړه هره هغه لار چې افغانستان یې سولې ته د رسېدو لپاره پر مخ وړي، ملګري ملتونه به په هغه کې د ښځو د رول ملاتړ وکړي تر څو دا ضمانت ترلاسه شي چې د ښځو غږ تر ټولو رسېږي او حقونه یې خوندې کېږي.

XS
SM
MD
LG