د لاسرسي ځای

غني خان په لومړي ځل د نړۍ د پرمختللو تهذیبونو او ټولنو فکر په خپله لمن کې لکه د ګلونو راټول کړل او د پښتنو راروانو نسلونو ته يې په لار کې وشیندلو

له پېړیو راهیسې کله یو جنګ او کله بل جنګ .... مودې وشوې چې د هندوکش د غرونو په سرونو کله اورونه بلیږي او کله دردونه ... خو د فطرت مهربانۍ لار څوک نیولی شي؟ د ژوند لار څوک تړلی شي؟ د دغه غرونو په لمن کې تل ګلونه ټوکېدلي دي ... دلتهپه هر کاڼي، هره لار او هر ګودر کې د احساس او رنګ سپرلي تل تاند او تپاند پاتې شوي دي.

دلته د سیندونو پر غاړه د رنګ او نور کیسې شوي دي ... دلته په حجرو کې ارمانونه او سازونه غاړه په غاړه شوي دي ... دلته بدها د ژوند راز موندلی دی ... دلته پیر روښان، خوشال خان، حمید ماشوخېل او رحمان بابا د د ژوند د لازواله ښایستونو سندرې لیکلې او ویلې دي. دلته باچاخان د عدم تشدد او امن په نوم د نړۍ تر ټولو لوی سیاسي او اصلاحي غورځنګ را-اوچت کړی دی .... هم له دې خاورې د میوندملالې ننګجنه چیغه او د سوات ملالې د رڼا پیغام د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسېدلی دی.

دلته خو د غرني شپونکي شپېلۍ هم د ژوند ښایستونو خبره کړیده ... د لته خو د هرې ټپې په سینه کې د تاریخ او سماج د جبر داستانونه پټ دي .... دلته خو په مات شویو منګیو کې هم خلک ګلونه کري ...

دلته د تاریخي پشکلاواتي په غېږه کې یو ؛لیوني فلسفي؛ د تاریخ په ورک شویو کتابونو او د تللیو ټولو کاروانونو په مزلونو کې د خپل قام د ورک شوي منزل درک موندلی دی... دلته غني خان د انساني ژوند په اړه هغه پوښتنې را-اوچتې کړې دي چې د خپلې ریښتینولۍ او اوریجینیلیټۍ په حواله د نړۍ د سترو پوهانو او منورینو له فکر سره پرتله کېدلی شي.

غني خان د خداي، انسان او کاینات په مشاهده او مطالعه کې د نور او رڼا په هغه جهانونو ګرځېدلی دی چې رب جانان دی او له جانان سره د عقیدت او مینې د اظهار لپاره د ریبار یا استازي حاجت نشته. غني خان موږ ته هغه مخونه ښکاره کوي چې دعوا د خدای د مینې کوي او کار يې ظلم او وحشت دی.

غني خان وايي ــــــــــــــ

د ملا عبادت کسب: پاڅېدل او کیناستل

د حلوا په ارمانونو: تل الله الله کول

د ملا مینه عجبه: په پیتۍ مینېدل

اود حورو لمغړو ته: د خرچوکو هڼېدل

د صوفي عبادت ویر دی: سوځېدل او ژړېدل

د رحمان رحیم له نومه: رپېدل او وېرېدل

د صوفي مینه عجبه: د زړه ګل مړاوې کول

بېکنار دریاب د حسن: په کوزه کې بندول

د زاهد عبادت چړ دی: سوال منت زاري کول

په جنت او دې دنیا کې: د فایدې سودا کول

د زاهد مینه عجبه: په خپل ځان مینېدل

د ریا سپي جوټه کړی: دلربا ته ورکول

د غني عبادت مینه: ځان جانان کې ورکول

د مینو سترګو شړنګ ته: ګډېدل او خندېدل

د غني مینه عجبه: ټول بایلات، هېڅ نه ګټل

دا خپل ځان او جهان دواړه: یو خمار کې ورکول

هغه ملاجان چې په دې خاوره د وهم، تیارو او ویرې تخم کري د دې خاورې ازلي دښمن وو خو چا پیژنده ځکه نه چې هغه له ځانه د تقدس یوه داسې دایره راښکلې وه چې تر هغه پښه اړول په سور دوزخ کې قدم اېښودل وو. هغه ملاجان لکه د خپل زړه د تیارو د دې ولس په ذهنونو او زړونو کې د تیارو کورونه جوړ کړي وو ... هغه ملاجان وظیفه خو د دې غریب ولس خوړه خو ولې ملګرتیا يې له سامراج او یرغلګرو سره وه.

غني خان د خپل ځان او خالق ترمینځ د دغه ملا وجود نه منلو .. ځکه چې غني خان په دې پوهېدلو چې هغه د انساني پرمختګ، خوشالۍ او بشردوستۍ په لاره کې یو لوی دېوال دی.... دغه ملا د وهم او ویرې علامت وو ... او د انسان د نجات او خوشالۍ لاره د وهم او ویرې نه بلکې د امید، مینې او یقین لاره ده.

لېونیه ایمان څه دی: ملا دا دی پوخ ګمان

د یو خوب په زړه لیده دي: د وصلونو د جانان

لېونیه حوره څه ده: ملا سپینه لولکۍ ده

یوه کرښه د شفق ده: د خندا بړبوړکۍ ده

لېونیه چې لمونځ څه دی: ملا خاورې ښکلول دي

د جانان کوڅې ته تلل دي: د امید ارمان کېدل دي

لېونیه سجده ده: ملا ځان خاورې کول دي

د مستۍ د ګلو ښار: د یار پښو کې اچول دي

غني خان په لومړي ځل د نړۍ د پرمختللو تهذیبونو او ټولنو فکر په خپله لمن کې لکه د ګلونو راټول کړل او د پښتنو راروانو نسلونو ته يې په لار کې وشیندلو. .. هغه غوښتل چې دا قام هم د خپل ماضي د مزار منجورتیا پرېږدي او د رڼا د هغه منزل په لور ګامونه واخلي چېرته چې ټولنه په مینه او پوهه ولاړه وي چېرته چې د انسان قدر د هغه په زیار او کار وي او باچايي د بشریت وي.

XS
SM
MD
LG