د لاسرسي ځای

بونیر کې د دوو مهمو طالب قومندانو نیولو ادعا


د بونیر ضلعې پولیس چارواکي وايي، په سیمه کې یې د تحریک طالبان پاکستان دوه مهم او مطلوب وسلوال نیولي دي.

مشال راډيو ته استول شوي ټېلیفوني پېغام کې پولیس مشر خالد همداني ادعا کړې نیول شوي وسله وال باچاحسېن او فرمان د تره ګرۍ په ځینو پېښو کی ککړ ول.

د دوی په خبره چې د داخله چارو محکمې د دغه دواړو کسانو د سر قیمت لس لس لکه روپۍ ټاکلی وو.

XS
SM
MD
LG