د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمو اصلاحاتو کمېټه له سرتاج عزیز سره ویني


د شمالي وزیرستان د بېلابېلو ټبرونو مشران
د شمالي وزیرستان د بېلابېلو ټبرونو مشران

د فاټا وکیلانو ټولنې یو مشر اعجاز مومند وايي [موږ] له ډېر پخوا راهیسې بیا بیا دا خبره [کوو] چې د قبایلي سیمو اصلاحاتو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ د [پنجاب ایسټېبلیشمېنټ] دی.

د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا نن د نهې ورځ د قبایلي سیمو لپاره د اصلاحاتو کميټۍ له مشر سرتاج عزیر سره د قبایلي سیمو اصلاحاتو په اړه د خبرو اترو لپاره اسلام آباد ته تللې ده.

د فاټا سیاسي اتحاد مشران وايي، دوی د خېبر پښتونخوا نوي ګورنر ته انتظار کوي چې نوموړی د قبایلي سیمو اصلاحاتو او د راتلونکې اییني حیثیت په اړه څه تګلاره خپلوي.

د قبایلي سیمو د سیاسي ګوندونو مشران وايي د ګورنر پر څوکۍ تر کښېنستو وړاندې اقبال ظفر جګړا د اېف سي ار پرضد او قبایلي سیمې د خېبر پښتونخوا له صوبې سره د شاملولو ملګرتیا کوله خو اوس نوموړي په خپل یو تازه بیان کې د نورو ګورنرانو غوندې دریځ خپل کړی چې وايي، د قبایلو سیمو د راتلونکې پرېکړه به د ولس په خوښه کوي.

د قبایلي سیمو د راتلونکې اییني حیثیت په لړ کې د فاټا سیاسي اتحاد مشر او د باجوړ قومي اسمبلۍ پخوانی غړی اخونزاده چټان وايي، په اسلام آباد کې چې [موږ] د قبایلي سیمو د راتلونکې اییني حیثیت او اېف سي آر پرضد ټول ګوندیزه غونډه رابللې وه نو په هغه کې اقبال ظفر جګړا ګډون کړی وو او د غونډې اعلامیه يې هم لاسليک کړې وه خو که اوس [موږ] په دې پوهه شو چې د جګړا صیب خیالات هم له کرسۍ سره بدل شوي دي نو [موږ] به بیا خپلو احتجاجونو ته دوام [ورکوو.]

پوښتنه دا ده چې ولې ډ پاکستان مرکزي حکومت د فاټا اصلاحاتو او قبایلي سیمې د خېبر پښتونخوا له صوبې سره له یوځایکېدو ډډه کوي؟ په ځواب کې یې د قبایلي سیمو وکیلانو ټولنې یو مشر اعجاز مومند وايي، که چېرته د فاټا او د بندوبستي سیمو پښتانه یو شو نو له دې سره به پنجاب صوبې ته تاوان ورسي.

دی زیاتوي [موږ] له ډېر پخوا راهیسې بیا بیا دا خبره [کوو] چې د قبایلي سیمو اصلاحاتو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ د [پنجاب ایسټېبلیشمېنټ] دی چې [موږ] ورته د [پنجاب سرمایه دار وایو] او په ټول هېواد د هغوی قبضه ده او هغوي ځکه د قبایلي سیمو له خېبر پښتونخوا سره د شاملولو مخالفت کوي، که چېري قبایلي سيمې د خېبر پښتونخوا برخه شي او پښتانه یو شي نو د [پنجاب آبادۍ اکثریت] به ختم شي او له دې سره به د [پنجاب اهمیت او زور ختم] شي.

په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو لپاره د تېر ګورنر مهتاب عباسي په دور کې یو کمیشن هم جوړ کړل شوی وو او هغه کمیسون په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو په اړه خپل یو راپور تېر ګورنر ته حواله کړی وو.

دکمیسون مشر اعجاز احمد قرېشي وايي په هغه راپو کي دوی حکومت ته د فاټا مستقبل ایيني حیثیت په اړه هم ځینې وړاندیزونه کړي ول.

((موږ دغه راپور کي یوه لاره دا ښودلې ده چې یوه ټولپوښتنه دي وکړل شي چې د فاټا خلک څه غواړي او دویمه لاره دا ده چې یو جرګه دې جوړه کړل شي او هغه دې هرې قبایلي سیمې ته ولاړه شي او له بېلا بېلو خلکو سره دې خبرې وکړي چې د خلکو خوښه معلومه کړي، او جرګه به تر ټولپوښتنې ځکه ښه وي که چېرته په قبایلي سیمو کې ټولپوښتنه کېږی نو بیا به په نورو ځایونو کې هم خلک د ټولپوښتنې غوښتنې وکړي))

د فاټا سیاسي اتحاد مشران وايي دوی پلان لري چې د فاټا مستقبل اییني حیثیت په لړ کي د سیاسي ګوندونو په مرسته یو نوی بل پارلیمان ته یوسي. یاده دې وي چې د قبایلي سیمو سره اړه لرونکيو ځینیو غړیو تر دې وړاندې هم یو لیک قامي اسمبلۍ ته وړی وو چې پکې فاټا له خېبر پښتونخوا سره د یوځایکېدو غوښتنه شوې وه.

XS
SM
MD
LG