د لاسرسي ځای

د شوکدر حملې قرباني له یوې کورنۍ سره مرسته شوې


د چارسدې شوکدر په کچېرو کې د مارچ پر اوومه نېټه په ترسره شوي ځانمرګي برید کې د ښکار ۱۹ تنو له ډلې د مټې مغلخېلو یوه اوسېدونکي نورمحمد د کورنۍ پنځه غړي هم وژل شوي ول. او نژدې ۲۴ نور ژوبل ول. د مشال راډیو خبریال شاهنواز ترکزي د هغه خونړي برید ښکار کورنۍ له مشر نورمحمد سره ویډيويي خبرې کړې وې. د مشال راډيو ویډيو رپوټ د شوکدر شوکدر مېډیا مرکز هم پر خپله فېسبوک پاڼه خپور کړی وو. په سعودي عرب کې مېشت یو کس د ویډيو رپوټ کتلو وروسته د شوکدر مېډیا مرکز مشر سید نادر شاه باچا ته د نور محمد لپاره ۳۰ زره روپۍ لېږلې خو د خپل نوم له ښودلو یې ډډه کړې.

XS
SM
MD
LG