د لاسرسي ځای

د پاکستان پوځ مشر جنرال راحيل شريف ویلي دي چې په فاټا کې په لویه كچه كاميابه عمليات سرته رسېدونكي دي او د بې كوره کړل شویو خلکو په ټاكلې موده کې ستنېدل او بحالي دې باوري كړل شي.

د پاکستان پوځ مطبوعاتو څانګې ای اېس پي ار د بېان له مخې چې د ګل په ورځ په جي اېچ کېو پنډۍ کې شوي د كور كمانډارنو كنفرنس ته د جنرال راحيل شريف وېنا وه چې د پاکستان افغانستان په پوله د موثره انتظامات کولو سره سره د ریاستي حکومتدارۍ پرځای کولو لپاره له ترهګرۍ څخه پر پاکه کړل شویو سيمو دې نظر وساتل شي.

د پوځ مشر وینا وه چې په پاکستان کې د ترهګرۍ بنېادي ‌ډهانچې نوغې اېستلو لپاره دې په ټول هېواد کې د پټو معلوماتو پر بنسټ د روانو عملیاتو رفتار تېز کړل شي، د نوموړي په خبره په فاټا کې پوځي عمليات سرته رسېدونكې دي نو د بې كوره شويو خلکو په ټاكلې موده کې ستنېدل او بیا پرځای کول دې باوري كړل شي.

د ذکر ده چې په دې وروستیوکې وفاقي حكومت هم ویلي ول چې د قبایلي سيمو بې کوره کړل شوي خلک به د سږ کال تر نومبر میاشتې خپلو سيمو ته ولیږي.

خو د شمالي وزیرستان وګړي وايي، نژدې یو کال وړاندې د دوی ستولو بهیر پیل شوی دی خو تراوسه لږ شمېر کډوال خپلو سيمو ته لېږل شوي دي.

د ټول فاټا اتحاد مشر ملک خان مرجان وايي، په شمالي وزیرستان کې د خلکو کورونو او کاروبار ته زیانونه رسېدلي دي نو دوی غواړي چې خپلې سيمې آبادې کړي او حکومت چې ورسره کومې وعدې کړې دي نو ورته په انتظار دي چې دا به کله پوره کېږي؟ دی وايي، حکومت ته خواست کوي چې پښتنو قبایلو دې په سپک نظر نه ګوري.

د ېادونې ده چې د ۲۰۱۴ کال په جون مياشت کې حکومت په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نوم عمليات پيل کړل چې له وجې يې په لکونو خلکو خپلې سېمې پرېښودې او خوندي سیمو ته يې کډې وکړې.

له شمالي وزیرستانه د واکمن مسلم لیګ ن د قامي اسمبلۍ غړي محمد نظير د مشال راډيو د دې پوښتتنې چې د کډوالو ستنېدل ولې دومره په ځنډ روان دي نو یې په ځواب کې وویل، حکومت او اړونده ادارو هڅه ده چې د بې کوره شوېو خلکو تر ستنېدو وړاندې یې په سيمو کې سکولونه، هسپتالونه، بازارونه او سړکونه جوړ کړي او بیا یې ستانه کړي. خو ولس غواړي چې لومړی دې د دوی ستنېدل یقيني کړي نو بېا دې پرمختیايي کارونه هم پیل کړي.

ياده دې وي چې د بې کوره کړل شوېو خلکو ستنېدل د پروسږ کال مارچ مياشتې له ٣١ نېټې پیل شوي دي.

XS
SM
MD
LG