د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې د ګوزڼ ضد څلور ورځینی کمپاین پيل شو


د روغتيا چارواکي وايي چې په دې کمپاين کې به څه باندې شپږ سوه زره هغه ماشومانو ته د پوليو په ضد ويکسين تطبیق شي، چې عمرونه يې تر پينځو کلونو کم وي.

د پوليو په ضد د ویکسينو د تطبیق دغه کمپين د سیشنبې په ورځ پيل شو چې د جمعې تر ورځې پورې به دوام وکړي.

د روغتیا چارواکي وايي چې په دغه کمپین کې څه باندې شپږ سوه زره ماشومانو د پوليو په ضد د ويکسینو دوه څاڅکي ورکوي.

د کمپین پرانسته د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجیب الله کاموال يوه ماشوم ته د دوه څاڅکو ويکسينو په ورکولو سره وکړه.

نوموړي په ولس غږ وکړ چې خپلو هغو ماشومانو ته چې عمرونه تر پينځو کلونو کم وي، د پوليو په ضد ويکسين تطبیق کړي.

(( د دغه څلور ورځنی کمپين په دوران کې به موږ شپږ سوه اوه ويشت زره هغه ماشومان چې عمرونه يې له پينځو کلونو ښکته وي، پوليو په ضد دوه څاڅکي ويکسين او همدا رنګه هغه ماشومان چې عمرونه يې له شپږو مياشتو څخه تر پينځو کلونو پورې وي، د ويټامين ای کپسول ورکوو. موږ په خپلو ټولو قومي مشرانو، علمای کرامو او د معارف په استادانو غږ کوو چې د پوليو د ویکسين په تطبیق کې دې د روغتيا پالو ټيمونو سره مرسته وکړي او په ولس غږ کوو چې خپلو ماشومانو د پوليو څاڅکي تطبیق کړي.))

ډاکټر نجیب وايي چې په تير کال کې د بد امنيو له امله تر شپیته زرو پورې ماشومان د ويکسینو له تطبیق څخه پاتې کېدل، خو سږکال يې دا شميره دولس زرو ته راټيټه کړې ده.

(( په تېر کال کې په ننګرهار ولایت کې تقریباً شپيته زره ماشومان د ويکسینو له څاڅکو پاتې کېدل چې خوشبختانه، د مطبوعاتو، علماوو او ولس په همکارۍ دا شمېره دولس زرو ته راټيټه شوې ده.خو بیا هم موږ به د دې کمپين په دوران کې کوشش کوو چې دغه دولس زره ماشومانو ته هم د ولس او علماوو په همکارۍ دوی ته هم ویکسين تطبیق کړو، چې موږ خپل ماشومان له دغه خطر نه چې ورسره مواجع دي، وساتو.))

د ننګرهار د حج ارشاد او اوقافو ریيس مولانا عبدالظار حقاني د جوماتونو په ملاامانو غږ وکړ چې د پوليو د ويکسين په تطبیق کې دې د روغتيا پالو ټيمونو سره مرسته وکړي.

(( د علماوو کرامو نه مې غوښتنه دا چې د خپلو ممبرونو له لارې نه، ټول ولس ته دا غږ ورسوي. دا زموږ وجیبه او فریضه ده او د مور او پلار هم دا وجیبه او فریضه ده چې خپلو ماشومانو ته ویکسين تطبیق کړي.))

د ننګرهار د روغتيا چارواکي وايي چې د ۲۰۱۶ کال د پيل راهيسې تر دې دمه په ټول افغانستان د پوليو يوه پېښه د کونړ په شيګل ولسوالۍ کې ثبت شوې او په خبره يې چې د بد امنيو له امله به د هسکې مېنې، کوټ او اچين ولسواليو په ځينو برخو کې به ۱۲۰۰۰ ماشومان د ویکسینو د څاڅکو له تطبیق څخه پاتې شي.

XS
SM
MD
LG