د لاسرسي ځای

د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل پاکستان ډاډ ورکړی چې طالبان به د روانې میاشتې په اوږدو کې خبرو ته حاضروي.

د سولې عالي شورا مرستیال هیله ښيي، له وسله والو مخالفینو سره د سولې خبرې به په روانه مارچ میاشت کې ترسره شي.

د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون د افغان حکومت د دوو مخالفو ډلو- د حزب اسلامي ګلبدین حکمتیار او د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو له خوا د سولې خبرو ته د لیوالتیا ستاینه هم وکړه.

نېږ دې درې اوونۍ مخکې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین په ګډون څلوراړخیزې غونډې پرېکړه وکړه چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې به د روانې مارچ میاشتې تر ۱۵مې نېټې ترسره شي.

تر نن ورځې چې د مارچ ۱۴مه ده یوه لوري هم نه دي ویلي چې دا خبرې به څه وخت وشي؟

خو د سولې عالي شورا وايي، تمه ده، د ښکېلو غاړو ترمنځ مخامخ خبرې د روانې مارچ میاشتې په اوږدو کې ترسره شي.

د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل پاکستان ډاډ ورکړی چې طالبان به د روانې میاشتې په اوږدو کې خبرو ته حاضروي:

"وروسته له دې چې د اختر محمد منصور په مشرۍ طالبانو خبرې رد کړې څلوراړخیزې ډلې تر اوسه کومه نېټه نه ده اعلان کړی، خو د سولې عالي شورا او د افغانستان دولت پوره تیاري لري او په دې وروستیو کې اسلام اباد ډاډ ورکړی چې په همدې مارچ میاشت کې به له وسله والو مخالفینو سره د مخامخ خبرو امکان برابر کړي."

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي او د ملا محمد رسول په مشرۍ له طالبانو یوې جلاشوې ډلې په دې وروستیو کې لیوالتیا ښودلې چې د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.

د سولې د عالي شورا مرستیال مشر، د دې دوو ډلو له خوا خبرو ته لیوالتیا یو مثبت بدلون بولي او هیله ښيي چې پاکستان به د ملا اخترمحمد ډله هم خبرو ته چمتو کړي:

"د ګلبدین حکمتیار دریځ چې مثبت پیغام یې استولی منطقي دی او د افغان ولس لپاره هم د منلو وړ دی او موږ یې هرکلی کوو، د ملارسول په اړه چې د یوې بلې ډلې مشري کوي، فکر کوم په خبرو باور لري خو ملا اخترمنصور چې د ملارسول د پلویانو په وینا د ای.اس.ای تر نظر لاندې دی ګومان کېږي چې که اسلام اباد فشار پرې راوړي کولای شي د سولې خبرو ته یې چمتو کړي."

د سولې د عالي شورا د مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون له خوا دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي اسماعیل اراماز پرون (اتوار ورځ) د سیمې پر حکومتونو غږ وکړ چې ترهګرو ډلو ته دې د فعالیت اجازه نه ورکوي.

ښاغلي اراماز د حکومت له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې په کلکه د افغانستان حکومت ملاتړ وکړي او ترهګر دې نه پرېږدي چې د خپل فعالیت د مرکزونو په توګه د دوی له قلمروونو څخه کار واخلي.

د ناټو ملکي استازي همداراز له وسله والو مخالفینو سره د خبرو له لارې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان سوله د سیمې د ټولو هېوادونه په ګټه ده.

سرچینه: ازادي راډیو

XS
SM
MD
LG