د لاسرسي ځای

له مشال راډيو سره په خبرو کې د کرکيلې یو کارپوه فضل منان وايي، له اوسنیو ورښتونو د خېبر پښتونخوا په ملاکنډ او هزاره ډوېژنونو کې د مېوو باغونو ته زیان رسېدلی شي، ځکه چې ونو ګل نیولی دی.

په پاکستان کې د روانو بارانونو لړۍ کې د وژل شویو کسانو شمېره نهه څلويښت (۴۹) ته رسېدلې ده او تر اتیاو (۸۰) ډېر پکې ژوبل شوي دي. د افتونو نظم قامي اداره (اېن ډي اېم اې) وايي، تر ټولو زیات کسان په بلوچستان صوبه کې چې شمېر یې اتلس تنو ته رسېږي وژل شوي دي، په پنجاب کې لس (۱۰) په خېبر پښتونخوا کې شپږ (۶) او په فاټا کې پنځلس (۱۵) کسان وژل شوي دي.

د تېر خالي په ماښام د کوزې اورکزو په ډولۍ سيمه کې د کویلې يو کاڼ (درنګ) له راپريوتو اووه (۷) کسان وژل شوي او لس (۱۰) نور ژوبل شوي دي. په مړو ژوبلو کې ډېری مزدوران د سوات شانګلې سیمې اوسېدونکي ول.

اېن ډي اېم اې وايي، له بارانونو په قبايلي سیمو کې پنځويشت (۲۵)، په بلوچستان کې دوويشت (۲۲) په پنجاب کې اتلس (۱۸) او په خېبر پښتونخوا کې پنځلس (۱۵) کسان ژوبل شوي دي او په درې واړو صوبو او په قبایلي سيمو کې پنځه اویا (۷۵) کورونو ته زیان هم رسېدلی دی.

بلخوا د موسمېاتو محکمه وايي، نن د ګل په ورځ د خېبر پښتونخوا او پنجاب د بره سیمو پشمول په فاټا کې د نور باران اورېدو امکان دی.

د محکمې یو چارواکي محمد رېاض په هېواد کې د تېرو درېوو ورځو راهیسې شوو بارانونو په اړه مشال راډېو ته وویل، تر ټولو زیات باران په مالم جبه، دير او پنډۍ کې شوی دی.

د نوموړي په وینا، د دوو ورځو له دمې ورستو په ملک کې د بارانونو یوه نوې لړۍ پیلېدلای شي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د کرکيلې یو کارپوه فضل منان وايي، له اوسنیو ورښتونو د خېبر پښتونخوا په ملاکنډ او هزاره ډوېژنونو کې د مېوو باغونو ته زیان رسېدلی شي، ځکه چې ونو ګل نیولی دی.

د نوموړي په وینا چې د غنمو فصل لپاره دا باران ترڅه حده ضروري وو خو که د بارانونو لړۍ پسې اوږدېږي نو فصلونو ته به زیان ورسوي.

ېاده دې وي چې د پروسږ کال په جولایي میاشت کې د پشکال بارانونو او سېلاوونو له کبله دوه سوه اته (۲۰۸) کسان وژل شوي ول او یو سل اووه پنځوس (۱۵۷) ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG