د لاسرسي ځای

تازه خبر

اورکزو کې د سکرو کان کې پنځه مزدوران وژل شوي


اورکزو کې تر دې مخکې هم د سکرو په کانونو کې ورته پېښې شوي دي
اورکزو کې تر دې مخکې هم د سکرو په کانونو کې ورته پېښې شوي دي

د اورکزو پوليټیکل انتظاميه وايي د سکرو په يو کان يا درنګ کې د رامنځته شوې پېښې له کبله پنځه کسان وژل شوي دي. تر اوسه معلومه نه ده چې دا کان د روانو سختو بارانونو له وجې راپريوتی او که دننه پکې چاودنه شوې ده.

یو انتظامي چارواکي مشال ریډیو ته وویل اندېښنه دا ده چې ځيني نور مزدوران به هم په کان کې بند پاې وي چې د راويستلو لپاره يې کار روان دی. دغه پېښه د هفتې ماښام شاوخوا شپږ بجې په ډولې سیمه کې هغه وخت وشوله کله چې پر مزدورانو د سکرو کان راوښويد.

د چارواکو په خبره د سکرو په دې کان کې خوا او شا ديرش مزدوران وو چې لس کسان په زخمي حالت کې راويستل شوي اوس تر درملنې لاندې دي.

چارواکي وايي د پنځو مزدوران حالت ښه نه وو او هغوی یې له لومړۍ درملنې وروسته کوهاټ ته ليږلي دي. په مړو او ژوبلو کې زیات مزدوران د سوات د شانګلې سیمې دي او د چارواکو په وينا يې د سکرو راويستلو يوې شخصي کمپنۍ سره کار کاوه.

ډولي سیمه د کوزې اورکزو برخه ده. دلته د سکرو ګڼ کانونه موجود دي چې په سلګونو مزدوران پکې کار کوي. دلته پخوا هم ورته پېښې شوي او مزدورانو پکې ژوند له لاسه ورکړی دی. د ۲۰۱۵ کال په لومړۍ مياشت کې د دوو کانونو د راغورځېدو له وجې نهه مزدوران وژل شوي وو.

همداراز په ۲۰۱۴ کال کې د يو کان پريوتلو له وجې درې کسان مړه او دوه زخميان شوي وو.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG