د لاسرسي ځای

بې کوره کړل شوو کډوالو بحالۍ لپاره د ۱۳ اربه روپو اعلان


د قبايلي کډوالو ماشومان

د قبايلي کډوالو ماشومان

حكومتي چارواکو وايي دا ديارلس اربه روپۍ به د جګړو او پوځي عملياتو له وجې بې کوره شوو قبايلي کډوالو په بيا بحالۍ او هغوی ته د ژوند د بنيادي سهولتونو په برابرولو لګيږي. تر دې مخکې هم حکومت ورته اعلانونه کړي خو د قبايلو خلک ترې خوشاله نه دي.

د پاکستان سرکاري خبري اژانس (APP) (اې پي پي) د سیفران وزارت د چارواکو له خولې ويلي چې وفاقي حكومت له قبايلي سيمو څخه بې كوره کړل شوو خلکو بيا ابادولو لپاره په روان مالي کال کې هرې كورنۍ ته خپلو سېمو ته د تللو پر وخت پنځه دېرش زره روپۍ نغدې ورکوي.

د چارواكو په وينا تر اوسه د قبايلي سيمو دوه لكه پنځه اتيا ذره څلور سوه كورنۍ خپلو سيمو ته لیږل شوي دي او د نورو تګ به نومبر مياشت پورې وشي.

خو له قبايلي سيمو څخه د جګړو او پوځي عملياتو له وجې بې کوره کړل شوي خلک د حکومت د بيا بحالۍ له هلو ځلو خوشاله نه دي.

د شمالي وزیرستان سره تعلق لرونکي خلک وايي چې نيزدي یو کال مخکې د دوی د واپسۍ عمل شورو شوی دی او تراوسه ډیر کم شمېر متاثرین خپلو سېمو ته لیږل شوي دي.

هر وخت زموږ د قبايلو په نامه د مالي مرستو او نور ورته اعلانونه وشي خو حق حقدار ته نه سپارل کيږي.

د شوې تحصیل ېو مشر قسمت خان وزیر وايي که حکومت هره ورځ له درېو سوو څخه تر پنځه سوو پورې کورنۍ خپلو سيمو ته ولیږي نو امکان شته چې د روان کال تر آخره پوره به بې کوره کړل شوې ډېرې کورنۍ خپلو کلي ته ستنې شي.

هغه زياته کړه: ((هر وخت زموږ د قبايلو په نامه د مالي مرستو او نور ورته اعلانونه وشي خو حق حقدار ته نه سپارل کيږي.))

ياده دي وي چې د قبایلي سیمو د بې کوره شوو خلکیو د بیاودانۍ او بیرته ستنیدو لپاره نړیوال بینک پاکستان ته د تیرکال په اکتوبرمیاشت کې اوه نیم کروړه ډالر او چین ورته د جولايي په میاشت کې یو کروړ ډالره امداد ورکړې وو.

د پاکستان پوځ ويلي وو چې خوا او شا نوي فیصده وزيرستان يې له وسله والو پاک کړی دي. د قبايلي سيمو کډوالو په بيا بيا غوښتنه کړي چې که رښتيا هم د دوی په سيمو کې امن وي، نو زر دې يې خپلو سيمو ته واستوي ځکه چې د ماشومانو تعليم او د خلکو کاروپار پاتې دی.

پارليمان کې د شمالي وزيرستان د خلکو استازی، محمد نظير بيا وايي چې که حکومت قومي مشرانو سره په دې لړ کې مشوره وکړي نو د کډوالو د ستنېدو چاره به تېزه او اسانه شي.

XS
SM
MD
LG