د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزيرستان: اجتماعي زمه وارۍ کې ۲۴ کسان نيول شوي


د قبايلو وګړو په بيا بيا ويلي چې دوی نه شي کولی د ترهګرۍ په روانه حګړه کې قانون ماتوونکي يا ملزمان د سزا لپاره حاضر کړي نو ځکه دې دوی د ايف، سي، آر په اجتماعي زمه وارۍ کې نه نيول کيږي.

د جنوبي وزیرستان پولټیکل انتظامیې د نهه حکومتي کارکوونکو د ورکیدو وروسته د ایف سي آر د قانون لاندې ۲۴ قبایلي وګړي نیولي دي.

د انتظامیې یو چارواکي نن د شنبې پر ورځ مشال راډیو ته وويل چې دا کسان د سليمان خېلو قبېلې دي او د اجتماعي ذمه وارۍ د لاندې نيول شوي دي. د دوی په ځای کې د قبایلي سیمو د پرمختیا د ادارې پېنځه چارواکي او د هغوي څلور ساتونکي تښتول شوي دي.

چارواکي زیاتوي چې د پنجشنبې پر ورځ د جنوبي وزیرستان مرستیال پولیټیکل ایجنټ د سلیمان خېل قبیلې له مشرانو سره یوه غونډه وکړه او هغوی ته يې ویل چې تر اتوار يا یکشنبې ورځې دې تښتول شوي کسان راپېدا کړي.

دا نهه حکومتي غړي د پنجشنبې پر ورځ په جنوبي وزیرستان کې ناپیژندل شوو وسله والو تښتولي دي.

تراوسه کومې وسله والې ډلې د دوی د تښتولو پړه نه ده منلې.

دا لومړی ځل نه دی چې د ايف، سي، آر قانون د اجتماعي زمه وارۍ لاندې قبايلي مشران نيول کيږي. قبايلي مشرانو، د مدني ټولنو غړو او ځينو سياسي ګوندونو بيا بيا غوښتنه کړي چې ايف سي آر قانون دې ختم کړل شي. د بشري حقونو ادارې د يوې پيړۍ دا زوړ قانون د انساني حقونو سرغړونکی بولي.

د پيپلز ګوند په تېر حکومت کې په ايف، سي، آر قانون کې ځيني اصلاحات وکړل خو د قبايلي سيمو اوسيدونکي او مشران وايي چې پر دغه بدلونونو عمل نه کيږي او اوس هم پوليټيکل ايجنټ په پوره توګه د خپلې اړوندې ايجنسۍ واګي په لاس کې لري.

XS
SM
MD
LG