د لاسرسي ځای

د پاکستان کرکټ ملي ټیم په نړیوال لوبه کې ګډون کوي


پاکستان د جمعې پر ورځ پریکړه وکړه چې په هند کې د کرکټ په نړیوال جام کې ګډون وکړي.

دا پریکړه وروسته تر دې وشوه چې کوربه هېواد، هند د پاکستاني لوبغاړو د امنیت په برخه کې ډاډ ورکړ.

پاکستان د نړیوال جام په تېره شوې لومړۍ اونۍ کې هند ته د خپلو لوبغاړو سفر وځنډاوه او د هندي بنسټپالو د ګواښونو مسله یې راپورته کړه.

پاکستان ویلي و چې ښځینه او نارینه لوبغاړي به یې یوازې هغه وخت هند ته ځي چې د هند حکومت د هغوی د امنیت ضمانت وکړي.

بل خوا په هند کې د کرکټ په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ټیم نن(شنبه) له زیمبابوی سره لوبه کوي .

افغانستان او زیمبابوې تر اوسه په دې نړیوال جام کې دوه،دوه لوبې ګټلي دي او د نن ورځې ګټوونکې لوبډله به د نړیوال جام دوهم پړاو ته وځي.

XS
SM
MD
LG