د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د پاکستان پوځ افسر وژل شوی


د خېبر پښتونخوا په پېښور کې يو پوځي افسر په وسله وال بريد کې وژل شوی دی.

ځايي استخباراتي چارواکو مشال راډيو ته ويلي چې کرنل طارق غفور نن د سربند په حدودو کې له رنګ روډ سره نږدې تر وسله وال بريد لاندې راغلی. چارواکو زياته کړه، وژل شوی پوځي چارواکی د کوهاټ استوګن و خو دم ګړی په کوټه ښار کې پر دنده مامور و.

نوموړي د پېښورپه حيات اباد کې هم کور درلود او هلته د رخصتۍ لپاره تللی و.

تحريک طالبان پاکستان د دې بريد مسوليت منلی دی.

XS
SM
MD
LG