د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېم کيو اېم پر اسټېبلشمېنټ د ګوند ماتولو تور ولګاوه


د اېم کیو اېم مشر الطاف حسېن
د اېم کیو اېم مشر الطاف حسېن

مطبوعاتي راپورونه دا هم وايي چې د دغه ګوند يو شمېر غړي له سياسي مېدانه ورک دي او زر به هغوی هم د مصطفا کمال د ملاتړ اعلان وکړي.

د متحده قامي مومنټ د سيند اسمبلۍ دوو غړيو د کراچۍ پخواني ښاروال (ناظم) مصطفا کمال په نوي ګوند کې له شامیلېدو پس اېم کيو اېم پر پاکستاني اسټېبلشمنټ تور لګولی چې د دوی د ګوند ماتولو هڅې یې پېل کړې دي.

د متحده قامي مومنټ رابطه کمېټۍ په يو بيان کې ويلي چې د دوی د پارليمان غړیو سره سره په زندانونو کې بندي کارکنانو د وفادارۍ بدلولو هڅې یې روانې دي او هم دا رنګ له بېلا بېلو لارو د الطاف حسېن د مرګ خبرونه هم خپرول کېږي.

د اېم کیو اېم کراچۍ ښار پخوانی ښاروال مصطفا کمال
د اېم کیو اېم کراچۍ ښار پخوانی ښاروال مصطفا کمال

د مصطفا کمال او د هغه ملګرو د لګول شویو تورونو په اړه د سياسي چارو کارپوه او خبريال سليم سيټي مشال راډيو ته وویل،که څه هم دا تورونه نوي نه دي، خو دا وارې داسې خلک مخې ته راغلي چې په خپله د دې تحريک برخه پاتې شوي دي:

((خبرې ډېرې دي خو داسې ثبوتونه لا اوس هم نشته کوم چې عدالت کې منل کېدای شي))

د نوموړي په وینا چې اېم کيو اېم ته وړاندې هم دا واک ورکړل شوی وو چې د دې ښار سره څه کول غواړي نو و دې یې کړي او اوس ښکاري بيا چې په دوی څوک څه منل غواړي.

د ذکر ده چې د پنجشنبې/ زيارت په ورځ د کراچۍ پخواني ښاروال او د متحده قامي مومنټ پخواني غړي مصطفا کمال سره د دغه ګوند يو پخواني کارکن وسيم افتاب او يو د سند اسمبلۍ غړي افتخارعالم د ګډون اعلان کړی او دا دعوې هم کوي چې ډېر ژر به ورسره مهم کسان مله شي.

مطبوعاتي راپورونه دا هم وايي چې د دغه ګوند يو شمېر غړي له سياسي مېدانه ورک دي او زر به هغوی هم د مصطفا کمال د ملاتړ اعلان وکړي.

بل خوا متحده قامي مومنټ دا هر څه د اسټېبلشمنټ يوه هڅه بولي او وايي چې دا به کله هم کاميابې نشي.

XS
SM
MD
LG