د لاسرسي ځای

امريکايي سېنېټ پر پاکستان د ايف ۱۶الوتکو نه خرڅولو پرېکړه ليک رد کړ


ايف ۱۶ الوتکه

ايف ۱۶ الوتکه

که څه هم سېنېټرانو د ښاغلي پاول له دې خبرې سره اتفاق وکړ چې پاکستان د دوست په جامه کې دښمن دی خو البته لوی اکثريت د ده پرېکړه ليک رد کړی.

د امريکا سېنټ پر پاکستان د ايف شپاړلس جنګي الوتکو خرڅولو پر ضد وړاندې شوی قرارداد رد کړی خو ځينو سنېټرانو اسلام اباد يو غير يقيني ملګری بللی دی.

د سودا د مخنوي پرېکړه ليک د ريپبلکن ګوند د ولسمشرۍ پخواني کانديد او سېنېټر رانډ پاول وړاندې کړی وو.

که څه هم سنېټرانو د ښاغلي پاول له دې خبرې سره اتفاق وکړ چې پاکستان د دوست په جامه کې دښمن دی خو البتهلوی اکثريت دده پرېکړه ليک رد کړی.

د پرېکړه ليک په حق کې ۲۴ او مخالفت کې يې ۷۱ سنېټرانو رايې ورکړې.

پخپله وينا کې رانډ پاول وويل چې که څه هم پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امريکا ملګری دی خو په عمل کې يې کړنې برعکس دي.

ده زياته کړه چې واشنګټن اسلام اباد ته اربونه ډالره د مرستې په توګه ورکوي خو دوی په دې هم ښه خبر دي چې ددې هېواد استخبارتي ادارې او پوځي کړۍ د افغان طالبانو مرسته کوي.

د ښاغلي پاول پرېکړه ليک ته د امريکا د سېنټ په څلورو کې د يوې برخې د ملاتړ له خبرې اندازه کېدای شي چې د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ اړيکې څومرې نازکې دي.

اوباما انتظاميې تېره مياشت پر پاکستان د ایف ۱۶ جنګي الوتکو د سودا منظوري ورکړې وه خو پر دې سربېره هم د ډېموکراټ ګوند ځينو اتحادي سېنېټرانو د سودا پر ضد د وړاندې شوي پرېکړه ليک په حق کې رايې ورکړې.

د سېنټ د بهرنيو چارو کميټې مشر بوب کروکر پر خپلو ملګرو ټينګار وکړ چې د سودا په حق کې رايې ورکړي.

ده زياته کړه چې واشنګټن هر وخت کولی شي چې له سودا پر شا شي او دده په وينا که داسې وشي نو پاکستان به د الوتکو له سازوسامان او په دې برخه کې د نورو مهارتونو له شريکولو بې برخې شي.

ښاغلي کروکر وويل چې د سودا په ردولو سره به پاکستان له خجالت سره مخامخ شي او مجبوره به شي چې له فرانسې يا روسيې څخه جنګې الوتکې واخلي.

XS
SM
MD
LG