د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې یو هلک د تښتونکو له منګولو ازاد شو


د خوست ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د جمعې په شپه يې یو دوولس کلن هلک د تښتونکو یا اختطافګرو له منګولو خلاص کړی دی.

د چارواکو په وینا هلک چې عمرالله نومیده او د پنځم ټولګي زده کوونکی وو، نږدې یوه میاشت مخکې د لکڼو له سیمې تښتول شوی وو، چې د جمعې په شپه د ملي امنیت د سرتیرو په عملیاتو کې د تښتونکو له منګولو ازاد شو او خپله کورنۍ ته وسپارل شو.

دوی زیاتوي چې د دې قضیې په تور يې څلور کسان هم لاس په لاس نیولي دي.

د خوست د لکڼو د سیمې اوسیدونکی دوولس کلن عمرالله، چې نږدې یوه میاشت مخکې د یادې سیمې د زاکوخېلو له پله څخه د یو شمېر وسلوالو اختطاف کوونکو له لوري تښتول شوی وو، د ملي امنیت د ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د جمعې په شپه د تښتونکو له منګولو خلاص شو.

د جمعې پر ورځ د خوست د ملي امنیت رئیس ډګروال برکت الله څمکني د رسنیو خبریالانو ته وویل، چې یادو ځواکونو د دې ماشوم د خلاصولو لپاره اوه ځلې شپني عملیات کړي، خو اختطافګرو به یو او بل ځای ته لېږداوه او د دوی عملیاتو به نتیجه نه ورکوله.

دده په خبره بالاخره د جمعې په شپه سرتیري د ماشوم پر خلاصولو بریالي شول.

که څه هم ده د عملیاتو سیمه او هغه ځای چې ماشوم په کې ساتل کیده مشخص نکړ، خو ويې ویل، چې په عملیاتو کې يې څلور سړي تښتونکي هم لاس په لاس نیولي دي.

((دومره خطرناک او وحشي خلک وو، چې زه یوه بله اطلاع يې هم په اړه لرم چې د اخطافګرو له جملې نه یو بل کس هم څوک اختطاف کړی وو، کله چې د کورنۍ څخه يې پیسې ورنکړل شوې، نو هغه يې په تبرونو ټوټه کړی وو، موږ د دې ماشوم د خلاصولو لپاره اوه عملیاته کړي، خو دوی به له یوه ځای نه بل ځای ته راڅخه تښتیدل.))

عمرالله د ده د تښتونې کیسه په دې ډول رسنیو سره شریکه کړه:

((د لکڼو د زاکوخېلو د پله څخه يې زه وتښتولم، د ګورګورۍ پر پله يې ویستم، نور يې پر ما سترګې وتړلې، چې امنیتي کسانو د ماسپښین لخوا چپه ووهله، تښتونکو موږ په دیوالونو واړولو، غرونو ته ورڅخه پورته شو، کله يې چې د دوی ورور ونیوه، بیا يې موږ هم دوی ته وسپارلو.))

د خوست ولایتي شورا رئیس عبدالولي واحدزي هم د افغان سرتیرو لخوا د عمرالله د خلاصولو ستاینه وکړه او ويې ویل، چې هلک د یوې غربي کورنۍ دی، خو اختطاف کوونکو يې له کورنۍ څخه د پنځو لکو ډالرو غوښتنه کوله، واحدزي زیاته کړه:

((زه په دې افتخار کوم چې عمرالله نه د کوم وزیر زوی وو او نه د کوم والي د یو غریب سړي زوی وو، دې وحشیانو ورڅخه د پنځو لکو ډالرو غوښتنه کوله، اما خوشبختانه چې د ملي امنیت د شپه ورځنیو عملیاتو په پایله کې الحمدالله چې موږ ته ماشوم روغ، جوړ او سلامت په لاس راغی.))

کتونکي پدې باور دي، کچیرې عدلي او قضايي ادارې په سړي تښتونکو او د جنايي پیښو پر مرتکبینو قانوني مجازات تطبیق کړي او سرغړونکي د قانون څخه د فرار لاره پیدا نکړي، نو تر ډېره د دا ډول پيښو څخه، چې په ټولنه کې د عامه نظم د خرابولو او د ټولنې د افرادو د رواني صدمې لامل کیږي، مخه نیول کیدلای شی.

XS
SM
MD
LG