د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې بارانونه لږ تر لږه ۵۰ کورونو ته زیان اړولی


په بلوچستان کې له قدرتي افتونو سره د مبارزې ادارې چارواکي وايي، اوسنيو بارانونه د صوبې په بېل بېل سیمو کې لږ تر لږه پنځوس کورونو ته زیان رسولی دی، خو زیاتوي، تراوسه پورې لا هم په هيڅ يوه سیمه کې کوم چاته ځاني زیان رسېدلی نه دی.

په بلوچستان کې له قدرتي افتونو سره د مبارزې د ادارې مشر عطاوالله مینګل وايي، د صوبې په شاوخوا ټولو سیمو کې يې اوسنيو بارانو ته په پام سره احتیاطي تدابیر نیولي او د ټولې صوبې د لوړپوړ چارواکو رخصتۍ يې ختمې کړې دي.

د مېنګل په خبره د همدې بارانو له وجې تراوسه پورې د صوبې په بېل بېل سیمو کې پنځوس کورونو ته زیان رسېدلی، خو زیاتوي، د ځاني زیان راپورونه لا هم نه لري.

“تر اوسه پورې په هيڅ يوه سیمه کې کوم ځاني زیان نه دی رسېدلی، لاکن مالي زیان څه ناڅه رسېدلی دی. داسې راپورونه دي، چې په چمن سیمه کې نهه کلي متاثره شوي، چې دېوالونه پکې نړېدلي دي. په خضدار کې په يوه کلي اوبه ختلې او پنځه يا شپږ کورونو ته يې لږ زیان اړولی او همداسې په چاغي سیمه کې هم اوو یا اتو کورونو ته هم زیان رسېدلی دی. او داسې زموږ د مالوماتو مطابق په ټوله صوبه کې د پنځوسو په شاوخوا کې کورونو ته زیان رسېدلی دی”.

له قدرتي افتونو سره د مبارزې د صوبايي ادارې یاد مشر زیاتوي، د کورونو تردې زیان وروسته يې د صوبې ټولو کمشنرانو ته بوديجه لېږلې، تر څو د کوم بېړني حالت په وخت کې يې په کار راولي.

“د صوبې ټولو کمشنرانو ته مو لس لس مليونه روپۍ ورلېږلې دي او ورسره د شلو هغو ښارونو چې هلته د سیلاوونو خطره ده، د هغوی مرستيال کمشنرانو ته مو پنځوس پنځوس لکه روپۍ ورلېږلې دي”.

د عطاوالله مېنګل په خبره د صوبې په اکثره سیمو کې به روانه ټوله اونۍ همداسې بارانونه وي، او اوسېدونکي باید خپله هم تر وسه احتياطي تدابیر په پام کې ونیسي.

XS
SM
MD
LG