تمه ده د شامسولې خبرو دوهم دور د روانې مياشتې مارچ پر ۱۴مه نېټه شي.
د شام لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي سټیفن ديمیستورا تیره ورځ وویل، تر راتلونکې دوشنبې به د دې غونډې جوړېدو تایید وکړو.
تمه ده دا خبرې د شام راتلونکې حکومت، د ۱۸میاشتو په ترڅ کې د انتخاباتو او د نوي اساسي قانون جوړېدو پر موضوعاتو تمرکز وکړي.
تر اوسه نه د بشار الاسد رژیم او نه هم د شام حکومت مخالفو ډلو په دې خبرو کې د ګډون اعلان کړی دی، خو حکومت مخالفانو دومره ویلي چې د خبرو پېل د سیاسي واک د لېږد لپاره مثبت خبر دی.
د شام په شخړو کې چې پنځم کال یې دی، تر دوه نیم لکه زيات کسان وژل شوي او په میلیونونه وګړي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړشوي دي.