د لاسرسي ځای

د افغانستان او هند ترمنځ ۹۲ پروژو تفاهملیکونه لاسلیک شول


د افغانستان او هند ترمنځ د ۹۲ انکشافي پروژو تفاهملیکونه لاسلیک شول.

د دغو پروژو د تفاهملیکونو د لاسلیک پر مهال تیره ورځ په کابل کې د هند سفیر (من پريت ووهرا) وویل:((وړې پراختیایي پروژې په چټک ډول د ټولنې لپاره د نتیجې او ګټې لپاره ډیزاین شوي دي، زه له ټولو پلي کوونکو ادارو غواړم چې خپله ټوله هڅه وکړي څو موږ په اغیزمنه توګه او لنډمهال کې دغه پروژې عملي کړو))

په بېلابېلو برخو کې دا وړې پروژې به په هغو ولایتونو کې عملي شي چې په تیرو کلونو کې هلته لږ کارونه شوي دي. د دې پروژو ارزښت نژدې شل میلیونه او پنځه لکه امریکایي ډالر اټکل شوی دی.

امريکايي او عراقي چارواکي وايي، تېره مياشت ځانګړو ځواکونو د عراق په شمال کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې د کيمياوي وسلو ماهر د يو چاپې پر مهال ونيوی.

XS
SM
MD
LG