د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې پښتانه په اکثریت کې دي: شاه جي ګل اپریدی


په بنو کې د شمالي وزیرستان کډوالو کیمپ. د عملیاتو له کبله ۱۰ لکه خلک بنو، بکه خېلو او د خیبر پښتونخوا نورو سیمو ته ورغلل.
په بنو کې د شمالي وزیرستان کډوالو کیمپ. د عملیاتو له کبله ۱۰ لکه خلک بنو، بکه خېلو او د خیبر پښتونخوا نورو سیمو ته ورغلل.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د قبایلي سیمې خیبر استازی حاجي شاه جي ګل اپریدی وايي، پښتانه په پاکستان کې په اکثریت کې دي.

نوموړي د چارشنبې یا شورو پر ورځ مشال راډیو ته وویل، په تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو کې د قبایلي سیمو ابادي یا نفوس هم زیات شوی دی.

ده وویل، د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې چې پاکستاني پوځ په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړل نو حکومت له هغې سیمې شاوخوا ۱۰ لاکه خلک د بې کوره شویو په توګه رجسټر کړل.

اپریدی وايي، هغه مهال د درو تحصیلونو خلک له خپلو کلیو و نه وتل.

((درې تحصیلونه پاتې ول – شوال، رزمک او کابل خېل – او درې لاکه خلک افغانستان ته تللي ول. نو پر هغې سطحې [که ورته وګورو نو] له [شمالي] وزیرستان [څخه] د قامي اسمبلی یو [غړی] د شاوخوا ۱۶ یا ۱۷ لاکه خلکو [استازیتوب] کوي.))

شاه جي ګل اپریدی وايي، که د شمالي وزیرستان ابادي ۱۵ لاکه هم وګڼل شي نو د ده اټکل ښيي چې د اووه واړه قبایلي سیمو او شپږو نیمه قبایلي سیمو یا اېف ارونو ابادي به له ۱۵ میلیونه زیاته وي.

دی وايي، د ۱۹۹۸ز کال په سرشمېرنه کې د قبایلي سیمو ابادي ((له څلور میلیونه خلکو هم کمه [ښودل شوې] وه.))

د خیبر پارلېماني استازی وايي، همدا لامل دی چې پر ټول قبایلي ولس غږ (ږغ) کوي چې د پاکستان په راتلونکې سرشمېرنه کې ګډون وکړي.

د ۱۹۹۸ز کال له مردم شمارۍ سره سم، په پاکستان کې د پنجاب ابادي تر ټولو زیاته ده چې د دې ښکارندويي کوي چې پنجابیان په هغه هېواد کې په اکثریت کې دي. خو د قبایلي سیمې خیبر پارلېماني استازی الحاج شاه جي ګل اپریدی دا ردوي او وايي، په پنجاب کې پنجابیان او سرایکیان دوه لوی قامونه دي.

((پنجابیان او سرایکیان یو نه دي. [د هغوی تر منځ] دومره فرق دی لکه د هزاره او پښتون فرق.))

اپریدی وايي، که پښتانه د پاکستان په راتلونکې سرشمېرنه کې د قام په خانه کې ((پښتون)) ولیکي نو ((زما د اندازې مطابق، [دا وخت] پښتون په پاکستان کې په اول لمبر (یا په اکثریت) کې دی.))

حاجي شاه جي ګل اپریدي وویل، د پاکستان وزیراعظم میا نواز شریف ته یې هم ویلي چې د ګډو ګټو شورا یا مشترکه مفاداتو کونسل راتلونکې غونډې ته دې د قبایلي سیمو یو پارلېماني استازی هم وروبولي ځکه چې د خیبر پښتونخوا ګورنر د دولت استازی دی او د پارلېمان غړي د خلکو استازي دي.

نوموړي زیاته کړه چې که پښتانه په سرشمېرنه کې سم ګډون وکړي او خپله کره ابادي ثبته یا رجسټر کړي نو له قانون سره سم به ورته په وسایلو، ګټو او پرمختیايي پروژو کې زیاته ونډه ورکړل شي.

څو ورځې مخکې حکومت د ګډو ګټو شورا (مشترکه مفادات کونسل) په غونډه کې پرېکړه وکړه چې د ناامنیو له کبله سږکال کېدونکې مردم شماري ځنډوي.

د دې شورا راتلونکې غونډه د مارچ پر ۲۵مه نېټه کېږي.

XS
SM
MD
LG