د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جمرود سړک پراخولو پروژه پرانستل شوه


د خېبر پښتونخوا وزیر اعلا پروېز خټک د جمرود سړک پراخولو پروژه پرانیزي
د خېبر پښتونخوا وزیر اعلا پروېز خټک د جمرود سړک پراخولو پروژه پرانیزي

د خېبر پښتونخوا وزیر اعلا پروېز خټک او مشر صوبايي وزیر عنایت الله په پېښور کې د یو ارب دوه کروړه او شپېته لکه روپیو په لګښت د جمرود روډ پراخولو پروژه پرانستله چې په شپږو میاشتو کې به بشپړېږي.

پر دې مهال غونډی ته په خپله وینا کې د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک دا اعلان هم وکړ چې د پېښور ټرافیکي ستونزو هوارولو لپاره یې له اسیايي پرمختیايي بانک سره د اتلس اربه روپیو د یوې منصوبې لپاره د پور اخیستنې یو تړون لاسلیک کړی دی. د دغې پروژې له مخې به په پېښور کې د څمکنو تر کارخانو پورې یو سل جدید بسونه چلول کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG