د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو دې پر ډیورنډ کرښه بریدونو ته ځواب وايي. وزیري


"موږ نه د ډیورنډ کرښه منو، نه د دوی دا مخته راتګ. موږ دا مکلفیت لرو د افغانستان پوځ باید باالمقابل عکس العمل وښيي."

د افغانستان ملي امنیت شورا په خپله خاوره کې د پاکستان وروستیو سرغړونو په باباندېښنه ښودلې او د خپلې خاورې ساتنې په موخه یې اړوندو غاړو ته لارښوونې کړې دي. دا څرګندونې د سېشنبې ورځ په ارګ کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا په اوونیزه غونډه کې شوې دي.

د افغانستان دفاع وزارت وایې چې خپلو ټولو قوتونو ته یې امر کړئ، هر چېرته چې د هېواد پر خاوره تېری وویني، غاښ ماتوونکی ځواب دې ورکړي.

د وزارت ویاند دولت وزیري نن چارشنبه ازادۍ راډيو ته وویل چې د خپلې خاورې ساتنې لپاره ټولو قومندانانو ته صلاحیت ورکړل شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې ټولو پوځیانو ته یې امر کړی، د هېواد د دفاع لپاره له خنډ او ځنډ پرته د اړتیا په صورت کې پوځي اقدام وکړي.

تردې مخکې د افغان حکومت اجراییه رییس ډاکټرعبدالله عبدالله هم په یوه غونډه کې ټینګار کړی و چې تر ډویرنډ کرشې هاخوا د افغانستان پر خاوره باید هر ډول حملې ودریږي.

افغان چارواکي ادعا کوي چې پاکستانيو څرخي الوتکو پرون سېشنبه دوه ځلې د کونړ په ځینو سیمو کې بمباري کړې ده. او زیاتوي په دې وروستیو کې یوځل بیا پاکستانيو پوځیانو د ننګرهار په ګوشته او د هلمند په ځینو سیمو کې حملې کړي او افغان پوځیانو ورسره جګړه کړې ده.

خو پاکستان لا په دې اړه هېڅ نه دي ویلي.

د کونړ دانګام ولسوال عنایت الله له آزادي راډیو سره په خبرو کې د دې خبري پخلی کړی او ویلي یې دي په تېرو دوو ورځو کې پر دانګام ولسوالۍ تر ډیورنډ کرښې هاخوا د توپونه تر یو سل زیات ګولې توغول شوې دي.

ویل کیږي د یوه کال په اوږدو کې له دغو پوستو څخه د ویشتل شویو توغندیو شمېر ۱۰۰۶ ته رسېږي.

د افغانستان په ختیځ کې د سرحدي پولیسو لوا هم د هر ډول ګواښ په وړاندې د دفاع په خاطر د هر ډول چمتووالي خبره کوي.

د دغې لوا درستیزوال محمدایوب حسین خیل په دې اړه د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"اوسنی وضعیت هلته په ګوشته کې ښه دی. کومه ستونزه نشته. موږ ستاسو له لارې خپل ولس خپلو مشرانو ته ډاډ ورکوو چې په ختیځ زون کې سرحدي پولیس به د ژوند تر ورستیو سلګیو د خپلې خاورې او ولس دفاع کوي."

خو له ډیورنډ کرښې سره په سیمو کې بیا وضعیت بل ډول دی.

په هغو سیمو کې چې پاکستاني پوځیان د افغانستان خاورې ته غځېدلې لاهم یې په واک کې دي او له هغه ځایه لنډ پر افغان پوځیانو وخت ناوخته حملې کوي.

د ننګرهار ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري له ازادي راډیو سره په خبرو کې پاسنۍ مساله یاده کړه او ټينګار یې وکړ چې باید د پاکستاني پوځیانو د مخته راتلو مخه ونیول شي.

ښاغلي زمري زیاته کړه:

"موږ نه د ډیورنډ کرښه منو، نه د دوی دا مخته راتګ. موږ دا مکلفیت لرو د افغانستان پوځ باید باالمقابل عکس العمل وښيي. دوه ورځې وړاندې د ګوشتې په ولسوالۍ کې د پاکستاني قواوو د خوا نه زموږ په پوستو باندې بریدونه شوي چې زموږ سرحدي پوځیانو هغوی ته ځواب ورکړی. اوس هلته جنګ نشته."

د پوځي چارو کارپوهان بیا د سرحدي ستونزو د دایمي حل غوښتنه کوي.

د پوځي چارو افغان کارپوه جاوید کوهستاني د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت د یادو ستونزو د حل کلکه اراده نه لري او په پولو کې هم په کافي اندازه سرتیري موجود نه دي.

ښاغلي کوهستاني زیاته کړه:

"افغان دولت کوم غبرګون نه لري. موږ یواځې د احساساتو په کچه خبرې کوو. پاکستانیانو نړېواله ټولنه له افغان پوځیانو څخه لوی ملاتړ ته نه دي پرېښي. ۲۵۵۶ کیلومتره پوله لرو په دې لږ تر لږه یو لک پوځیانو ته ضرورت دی. اوس وخت پاکستان یو لک او اته څلویښت زره پوځیان د دې پولې په اوږدو کې ګمارلي دي او هغوی ټولو د مداخلې لاره غوره کړې. موږ باید اول سیاسي اقدام وکړو او بیا دفاعي لاره غوره کړو."

ښاغلی کوهستانی ټینګار کوي چې افغان سیاستوال باید د یادې ستونزې د دایمي حل لټه وکړي او د اړتیا په صورت کې له سیاسي اقدام وروسته دفاع هم جدي ونیسي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG