د لاسرسي ځای

افغانستان د نړيوال شل اووريز کپ لومړۍ لوبه وګټله


پخوانی تصوير

پخوانی تصوير

د افغانستان کرکټ ټېم د نړيوال شل اووریز کپ خپله لومړۍ لوبه د محمد شهزاد د تېز بيټينګ په مټ وګټله. سکاټ لینډ ونه شو کړلی چې د افغان لوبډلې د ۱۷۱ هدف پوره کړي. دا شپږم ځل دی چې سکاټ لینډ په شل اووريزو ميچونو کې له افغانستان څخه ماتې خوري.

د هندوستان په ناګپور ښار کې د کرکټ د نړيوال شل اووريز کپ په لومړۍ ورځ پرون افغانستان سکاټ لینډ ته په ۱۴ منډو ماتې ورکړه.

د افغان لوبډلې مشر اضغر ستانکزي ټاس وګاټه او لومړی یې د بيټينګ کولو فیصله وکړه. افغان ټېم د پنځوو لوبغاړو په اوټ کېدو سره په شلو اوورونو کې ۱۷۰ منډې جوړې کړي. شهزاد محمدي تر ټولو ډېرې ۶۱ او اضغرستانکزي ۵۵ منډې وکړي.

سکاټ لينډ ونه شو کولی چې د ۱۷۱ هدف پوره کړي. دوی په شل اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په اوټ کېدو سره ۱۵۶ منډې جوړې کړي. په دې توګه يې سيالي په ۱۴ منډو وبايلله. د افغانستان راشد ارمان دوه ويکټې واخيستې. محمد شهزاد د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

افغان لوبډله د نړیوال کپ په دې سياليوو کې سکاټلنډ، زمبابوې او هانګ کانګسره په (ب) ګروپ کې دی. د دې او (الف) ګروپونو تر ټولو ډېرې سيالۍ ګټونکې لوبډلې به د ټورنمنټ دوهمې مرحلې ته وځي.

افغانستان راتلونکې لوبې د روانې میاشتې په لسم تاريخ هانګ کانګ او په دولسم تاريخ زمبابوې سره کوي.

پرون په يو بل ميچ کې زمبابوی له هانګ کانګ څخه په ۱۴ منډو وګټله. زمبابوی په شلو اوورونو کې ۱۵۹ منډې جوړې کړي وي او هانګ کانګ ونه شو کړلی چې دغه هدف ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG