د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سلمان تاثیر تری تم زوی وموندل شو


په کوټه کې د ملېشه ځواکونو ویاند مشال راډيو ته وویل، د استخباراتي ادارو پر څار يې د سې شنبې په غرمه له کچلاغ سیمې څخه د پنجاب د پخواني ګورنر سلمان تاثیر زوی شهباز تاثیر د تښتوونکو له منګولو راخوشی کړی دی.

ویاند زیاتوي، امنيتي ځواکونو له کچلاغ بازار سره څېرمه له يوه کوره شهباز تاثیر راخوشی کړی او روغ رمټ دی.

شهباز تاثیر چې په ۲۰۱۱ کال د لاهور له ګلبرګ سیمې نامالومه وسله والو تښتوولی وو، چې د پاکستان ځواکونو يې ذمه واره وسله وال طالبان بلل او بیا بیا يې تور پورې کاوو، چې شهباز تاثیر وسله والو طالبانو افغانستان ته اړولی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG