د لاسرسي ځای

‘د سولې په خبرو کې د طالبانو دریځ ټاکټیکي دی’


د افغانستان مرستیال بهرنیو چارو وزیر وايي، د سولې خبرو په اړه د طالبانو دریځ ټاکټیکي دی.

حکمت خلیل کرزي د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د برتانیا له بهرنیو چارو وزیر فېلېپ هامنډ سره ګډې خبري غونډې ته وویل، افغانستان به د سولې لارو چارو لټولو ته دوام ورکوي.

فېلېپ هامنډ وویل، هېواد یې د افغانستان سولې بهیر بشپړ ملاتړ کوي. افغانستان او پاکستان هیله څرګنده کړې وه چې طالبان به ژر د کابل له ادارې سره مستقیمو خبرو ته حاضر شي خو طالبانو د شنبې یا خالي پر ورځ په خبرو کې د ګډون امکان رد کړ او یو ځل بیا یې پر خپلو پخوانیو شرطونو ټینګار وکړ.

XS
SM
MD
LG