د لاسرسي ځای

په پاکستان کې ۵۳ فیصده نجونه له تعلیمه بې برخې دي


د تعلیمي، کلتوري او ساینسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یونېسکو وايي، په پاکستان کې لا هم ۵۳ فیصده نجونه له زده کړو بې برخې دي.

د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت یونېسکو ویلي، خو د دې پرتله ۴۳ فیصده هلکان هم سکولونو ته له ورتګه محرومه دي. تر دې مخکې په پاکستان کې یو شمېر نادولتي ادارو هم ویلي چې په هغه هېواد کې ګڼې نجونه له زده کړو بې برخې دي.

XS
SM
MD
LG