د افغانستان اجراییه رییس عبدالله عبدالله ویلي، د ډېورنډ کرښې له هغې خوا څخه باید راکټي بریدونه ودرول شي.
دا خبره نوموړي نن د مارشال قسیم فهیم دویم تلین په مناسبت جوړې غونډې ته وکړه:
((د کرښې له هغې خوا څخه د توغندیو بریدونو باید بند شي. یو ځل او تل تر تله! دا [ډول کارونه] له هېوادونو او ګاونډیو سره د ملګرتیا په اړه د افغان حکومت له نیت سره سمون نه خوري.))
عبدالله زیاته کړه چې افغانان د خپلې خاورې دفاع خپل ملي او دیني دنده او ذمه واري بولي. نوموړي دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې له تېرو درو ورځو راهیسې د ننګرهار په ګوشته کې د افغان ځواکونو او پاکستانیو سرتېرو تر منځ جګړه روانه ده.