د لاسرسي ځای

'له بهرنیو جګړه مارو ځان جلا کړئ یا له افغانیته لاس واخلئ '


افغان ولسشمر محمد اشرف غني

افغان ولسشمر محمد اشرف غني

محمد اشرف غني په کابل کې له پوځي اکاډمي د ځوانو افسرانو د فراغت په مراسمو کې وویل چې بهرنیو وسله والو ته په افغانستان کې هېڅ ځای نشته او افغان طالبان باید له هغوی څخه ځانونه جلا کړي.

کابل - افغان ولسمشر وايي، حکومتي مشران او امنیتي ځواکونه مسوولیت لري چې په ناوړه شرایطو کې د هېواد دفاع ته چمتو واوسي.

ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د افغان ځواکونو د تمویل او تهجیز لپاره به خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي او ډاډ یې ورکړ چې امنیتي ځواکونه مسوولیت لري چې په ناوړه شرایطو کې د هېواد دفاع ته چمتو واوسي.

ښاغلي غني د دوشنبې په ورځ په کابل کې د مارشال محمد قسیم فهیم له پوځي اکاډمي څخه د څه باندې۵۰۰ افسرانو د فراغت په مراسمو کې وویل چې روانه جګړه د حق او باطل ترمنځ ده او افغان حکومت د خپلې خاورې د دفاع حق او واک لري.

نوموړي ټینګاروکړ چې بهرنیو وسله والو ته په افغانستان کې هېڅ ځای نشته او سخت به وځپل شي.

"زما او د ملي دفاع وزارت او نور امنیتي او دفاعي چارواکو مسوولیت دا دی چې د سختو ورځو لپاره چمتوالی ولرو او د ښه راتلونکي هیله ولرو، ان شاء الله بهترین حالت به راشي، خو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه باید په صف کې وي، دلته د القاعدې کور ورانېږي، داعش او نور سیمه ییز تروریستان دلته تباه کېږي او ځای نه لري."

افغان ولسمشر له افغان طالبانو وغوښتل چې د بهرنیو جګړه مارو له ډلو ځان جلا کړي او که دا کار یې ونه کړ، نو له افغانیت نه دې لاسپرسر شي.

له پوځي اکاډمي څخه د ځوانو افسرانو د فراغت په مراسمو کې د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر محمد معصوم ستانکزي وویل چې روزل شوي افسران د هېواد دفاع ته چمتو دي.

"دا هغه کسان دي، پوځي فن یې زده کړی، چې خپل هېواد وساتي، نه دا چې تجاوز وکړي، هېڅ یرغلګر ته به اجازه ورنه کړي چې په په افغانستان یرغل وکړي."

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې افغان حکومت او د څلور اړخیزې غونډې د ګډونوالو له هڅو سره ــ سره بیا هم وسله والو طالبانو له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې رد کړې.

په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې له وسله والو طالبانو غوښتي چې د سولې خبرو ته غاړه کېږدي او کنه د افغان او نړیوالو ګډو ځواکونو له خوا به وځپل شي.

له بل پلوه د پوځي چارو افغان کارپوهان وايي، د افغان ځواکونو د تمویل او تجهیز په برخه کې نړیواله ټولنه باید پر خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي.

د پوځي چارو افغان کارپوه باري عارض په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

" دوی هغه ژمنې چې د افغان ځواکونو د روزنې، تمویل اوتجهیز په برخه کې کړې، باید عملي کړي او د افغان وسله والوځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې خپلې مکلفیت او مسوولیت ترسره کړي."

له دې وړاندې یوشمېر نورو پوځي چارواکو ازادي راډيو ته ویلي چې افغان حکومت باید د هېواد د بشپړې دفاع لپاره هوایي ځواک په خپلو پښو ودروي.

په دې ترڅ کې په دې وروستیو کې افغان پوځ له بېلابېلو هېوادونو څخه جنګي الوتکې ترلاسه کړې او ټاکل شوې چې په مارچ میاشت کې یو څو بې پېلوټه الوتکې هم ورته ورکول شي.

راپور: رحمت الله افغان

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG