د لاسرسي ځای

 د انساني قاچاق ځپلو لپاره یو اېس اېډ لس میلیون ډالر ورکړي


د مهاجرت نړیواله اداره وايي، په دا نزدو کې له افغانستان سره پر پوله پرتو هېوادونو څخه د پېِغلو نجونو قاچاق زیات شوی دی.

د امریکا نړیوالې پرمختیا ادارې (یو اېس اېډ) د کډوالو نړیوالې ادارې (ای او اېم) ته د لسو میلیونو ډالرو مرسته اعلان کړې چې په افغانستان کې جبري مشقتونو او جنسي ـــ قاچاق ته اړاېستلو سړو، ښځو او ماشومانو څخه د ناوړې ګټې اخیستو مخنیوی وکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ۲۰۱۵م کال د وګړو قاچوقولو رپوټ افغانستان په هغه لیسټ کې راوړی چې د قاچاق ښکار وګړو لپاره یو سرچینه، ټرانزیټ او منزل ګرځول شوی هېواد دی. د مهاجرت نړیواله اداره په افغانستان کې له ۲۰۰۵م کال راهیسې د انساني قاچاق پروړاندې مبارزه کوي. ای او اېم به دغه دېر کلنه یو اېس اېډ ـ پانګې پروژه د ”مخینوي، ژغورنې او ملګرتیا “ لپاره وکاروي، د دې له مخې به افغان ادارې دې ته چمتو کوي چې قاچاقبران په موثره توګه د قانون منګولو ته راکاږي، ښکار وګړي خوندي کړي، او د پولې پورې هورې غاړې قاچاق وهلو لپاره سیمه ییز همغاړیتوب پیاوړی کړی.

په کابل کې د مهاجرت نړیوالې ادارې د ماموریت مشر او ځانګړي استازي لارنس هارټ وویل، “انساني قاچاق د افغانستان لپاره یو جدي خطر دی.” نوموړي زیاته کړه، ”موږبه د روزنې، په سیمه ییزه کچه قانون نافدولو پیاوړتیا لپاره د معلوماتو کمپاین چلوو، د بیارغونې خدماتو کې به موږ د قاچاق ښکار وګړو خوندي ساتنه کوو، د هغوی په خپلو ټولنو کې د بیا ورګډېدو او بیا یوځای کېدو لپاره کار کوو”

د مهاجرت نړیواله اداره وايي، په دا نزدو کې له افغانستان سره پر پوله پرتو هېوادونو څخه د پېِغلو نجونو قاچاق زیات شوی دی. د افغان قاچاق ښکار اکثریت ماشومان دی چې د غالیو اوبدلو، خښتو بټیو، کورني خدمتونو، جنسي استحصال، خیرټولو، ډرایوري او مالونو ټرانسپورټولو، په افغانستان، منځني ختیځ، اروپا او جنوبي اسیا کې د نشيي توکیو سمګلینګ لپاره کارول کېږي.

د یو اېس اېډ افغانستان ماموریت مشر هربرټ سمیت وايي، ”که څه هم د تېر کیسه وه، خو لا هم د نړۍ شاوخوا شتون لري، چې له کبله یې د میلیونه وګړو ژوند متاثره کړی دی. “

XS
SM
MD
LG