هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
خېبر پښتونخوا چارسدې د شبقدر تحصیل په کچېرو کې له ځانمرګي بریده د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ تنو ته رسېدلی او نژدې ۲۵ نور ژوبل دي. د چارسدې ضلعې د پولیسو مشر سهیل خان رسنیو ته وویل په وژل شویو کې دوه پولیس واله هم شامل دي. د تحریک طالبان جماعت الحرار ډلې د دې برید ذمه واري منلې ده.