د لاسرسي ځای

پاکستانی حکومت دې د ټولو وسله والو ضد ګامونه واخلي: اې اېن پي


عوامي نیشنل ګوند وايي، وخت راغلی دی چې د پاکستان وفاقي حکومت د هېواد په ټولو برخو کې د وسله والو ډلو ضد کارروايي وکړي.

د دې ګوند یوې مشر بشرې ګوهر د یکشنبې یا اتوار پر ورځ مشال راډيو ته وویل، یوازې د پښتنو په سیمه کې د وسله والو او سختدریځو ضد له عملیاتو سره ناامني نشي ختمېدای.

دې وویل، ((د دهشتګردو سرچینه په پنجاب کې ده. دا خو له چا پټه خبره نه ده. چې په پنجاب کې د هغوی [ځالې] په [نښه] نشي)) نو دا مسله نشي هوارېدای.

بشرا ګوهر زیاته کړه چې که په پنجاب کې د سختدریځۍ ستونزه نه وي، نو بیا له هغه ځایه ((۲۰۰ کسان)) څنګه په اسلامي دولت یا داعش ډله ((کې شامل شول؟))

موده مخکې د پاکستان یوې استخباراتي ادارې (انټيليجنس بیورو یا ای بي) د هغه هېواد سېنېټ یوې کمېټۍ ته ویلي ول چې اسلامي دولت ډله په پاکستان کې شتون لري.

XS
SM
MD
LG