د لاسرسي ځای

تازه خبر

وفاقي حکومت دې ټول هېواد کې د وسله والو ضد اقدامات وکړي: اې اېن پي


د ۲۰۱۶ز کال د مارچ پر اوومه په شبقدر کې تر ځانمرګي برید وروسته ژوبل کسان روغتون ته رسول کېږي
د ۲۰۱۶ز کال د مارچ پر اوومه په شبقدر کې تر ځانمرګي برید وروسته ژوبل کسان روغتون ته رسول کېږي

پراګ - عوامي نیشنل ګوند وايي، وخت راغلی دی چې د پاکستان وفاقي حکومت د هېواد په ټولو برخو کې د وسله والو ډلو ضد کارروايي وکړي.

د دې ګوند یوې مشر بشرې ګوهر د یکشنبې یا اتوار پر ورځ مشال راډيو ته وویل، یوازې د پښتنو په سیمه کې د وسله والو او سختدریځو ضد له عملیاتو سره ناامني نشي ختمېدای.

دې وویل، ((د دهشتګردو سرچینه په پنجاب کې ده. دا خو له چا پټه خبره نه ده. چې په پنجاب کې د هغوی [ځالې] په [نښه] نشي)) نو دا مسله نشي هوارېدای.

بشرا ګوهر زیاته کړه چې که په پنجاب کې د سختدریځۍ ستونزه نه وي، نو بیا له هغه ځایه ((۲۰۰ کسان)) څنګه په اسلامي دولت یا داعش ډله ((کې شامل شول؟))

موده مخکې د پاکستان یوې استخباراتي ادارې (انټيليجنس بیورو یا ای بي) د هغه هېواد سېنېټ یوې کمېټۍ ته ویلي ول چې اسلامي دولت ډله په پاکستان کې شتون لري. د دې ادارې چارواکو زیاته کړې وه چې په پنجاب کې یې له داعش سره په تړاو ځېنې کسان نیولي دي.

د ۲۰۱۴ز کال ډېسېمبر پر ۱۶مه پر پېښور ارمي پبلېک سکول تر وسله وال برید وروسته د پاکستان حکومت د نیشنل اېکشن پلان په نوم یوه تګلار جوړه کړه او ویې ویل چې ((بې له توپیره)) به د ((ټولو سختدریځه او وسله والو)) ډلو ضد عملیات کوي.

خو د ۲۰۱۶ز کال د جنورۍ پر ۲۰مه چې د چارسدې پر باچا خان پوهنتون برید وشو نو پښتنو ملتپاله ګوندونو د نیشنل اېکشن پلان پر اغېزناکۍ پوښتنې پورته کړې او د دې د سم عملي کېدو غوښتنه یې وکړه.

د پاکستان حکومت وايي، پر نیشنل اېکشن پلان سم عمل کولو ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG